پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

د پښتنو ژرغورنې غورځنگ د پاکستان حکومت سره مذاکرات ځنډولي

د پښتنو ژغورنې غورځنگ د پاکستان حکومت له استازو سره روانې خبرې ځنډولي او حکومت يې په «درغلۍ» تورن کړی دی.

د پښتنو ژغورنې غورځنگ غړي فضل خان ايډکويټ  ويلي، چې د دوی او حکومت ترمنځ د خبرو پر مهال د دغه غورځنگ پر ضد له تاوتريخوالي ډک چلند روان دی او د پښتنو د څلي او نرخونو له مخې د دوو مخالفو ډلو ترمنځ د سولې خبرو پر مهال بشپړ اوربند وي.

د فضل خان ايډوکيټ په وينا حکومت د پښتنو د اصولو له مخې جرگې ته واک نه ورکوي، بل لور ته د پښتنو ژغورنې غورځنگ غړي نيسي او له همدې امله دوی له حکومت سره د روغې جوړې هر ډول خبرې ردوي.

د پاکستان حکومت او د حکومت له لوري د پښتنو ژغورنې غورځنگ سره گومارل شوې جرگې تراوسه په دې اړه خپل غبرگون نه دی ښکاره کړی.

له تېرو څو مياشتو راهيسې د پاکستان پارلمان کې د قبايلو استازي حاجي شاه جي گل په هڅو د حکومت او پښتنو ژغورنې غورځنگ ترمنځ د روغې جوړې لپاره هلې ځلې پيل شوي، د پاکستان يو شمېر پوځي او ملکي چارواکو هم د دغه غورځنگ غوښتنې سمې بللي، خو د پوځ او استخباراتو پر ضد يې د پښتنو ژغورنې غورځنگ غړو څرگندونې ناوړه بللي دي.

د روان کال جنورۍ کې د پاکستان کراچۍ ښار کې د وزيرستان يو ځوان نقيب الله مسيد د پوليسو له لوري ووژل شو، چې له امله یې د منظور پښتين او علي  وزير په مشرۍ ځوانانو د خپلو خلکو د وژل کېدو پر ضد لومړی په پلازمېنه اسلام اباد  او بيا د پاکستان په ټولو ښارونو کې د پوځ، استخباراتو او حکومت پر ضد غونډې پيل کړي، د قبايلو او عامو پښتنو د وژل کېدو او ورکېدو پر خلاف غونډې او لاريونونه کوي، خو له تېرو نږدې دوو مياشتو راهيسې د پښتنو ژغورنې غورځنگ په غونډو او لاريونونو کې کمښت راغلی او لامل يې هم له حکومت سره يې د روانې شخړې  د پای ته رسولو په موخه مذاکرات بللي و، خو نن يې د حکومت له لوري گومارل شوې جرگې سره ناستې رد کړي او حکومت يې په درغلۍ تورن کړی دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون