افغانستان سلايډ (فيچر) سياست

شنونکي:‌ کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر سفر گونگ او بې پایلې و

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو  پرون کابل ته راغی او له ولسمشر غني سره په یوه گډه خبرغونډه کې یې پر افغان سولې د ټینگار تر څنگ د امریکا پخوانۍ ژمنې یو ځل بیا تکرار کړې.

د چارو یو شمېر شنونکي‌ وایي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د خپل سفر پر مهال له ځان سره واضح پیغام نه درلود او یا هغه مسایل چې د ده د سفر موخه وه له رسنیو سره شریک نه شول.

د شنونکو په باور په دې وروستیو کې افغانستان ته د امریکايي‌ چارواکو سفرونه زیات شوي؛ خو هغه پایله چې افغان حکومت او ولس یې تمه لري‌ نه ده ترې تر لاسه شوې.

د نړیوالو اړیکو کارپوه حسین سجادي وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو کابل ته د سفر پر مهال هغه زړې خبرې تکرار کړې،‌ چې له تیرو دوو کلونو راهیسې یې امریکايي چارواکي زم زمه کوي.

هغه نړۍنیوز ته وویل، د دغه سفر پایله روښانه نه ده او هیڅوک هم نه پوهیږي، چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د سفر موخه څه وه.

د سجادي‌‌ په خبره هغه څه چې په خبري کنفرانس کې وویل شول،‌ تکراري و او تر دې وړاندې هم ورباندې څو ځله خبرې شوې وې.

دی وايي، په داسې حال کې چې سبا په بروکسل کې د افغانستان په اړه د ناټو د غړو هېوادونو غونډه ترسره کیږي، ښايي‌ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له ځان سره بل داسې څه لرل چې رسنیو ته ونه ویل شول.

د ولسي جرگې غړې ارین یون هم وايي،‌ د امريکايي چارواکو بې خبره تگ راتگ ښايي‌ د پردې تر شا د معاملو لپاره وي، نه د هغه څه لپاره چې رسنیو ته ویل کیږي.

نوموړې نړۍیوز ته وویل:‌ (کله چې د یوه هېواد او بیا د امریکا په څېر د یوه هېواد د بهرنیو چارو وزیر یوه بل ځای ته سفر ولري، باید د سفر اجنډا او پایلې یې روښانه او د بحث وړ وي؛ خو برعکس افغانستان ته د هیڅ امریکایي‌ چارواکي نه د سفر اجنډا روښانه ده نه هم له سفره تر لاسه شوې پایله.)

دا وايي،‌ لږ تر لږه په افغانستان کې د روانې جگړې د برخلیک په اړه باید د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو واضح او څرگند دریځ‌ لرلی، خو هغه نه یوازې دا چې روښانه دریځ نه درلود له خبرو یې د روانې جگړې نوره پیچلتیا هم ښکاریده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چې د بهرنیو چارو د وزیر په توگه یې دا افغانستان ته لومړی سفر و، تیره ورځ‌ کابل کې وویل، چې امریکا به افغانستان د سولې په لاره کې یوازې پرې نږدي‌ او له دغه هېواد سره مرسته به یې هم اوږد مهاله وي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون