پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

پېښور کې چاودنې د هارون بلور په گډون د عوامي نېشنل گوند ۱۳ غړي وژلي

څه موده وړاندې په پېښور کې د نېشنل عوامي گوند د ايالتي نوماند هارون بلور پر ټاکنيزه غونډه چاودنې د هارون بلور په گډون شل کسان وژلي ‏وو

پېښور ښار کې د عوامي نېشنل گوند پر ټاکنيزې جلسې چاودنه شوې، چې له امله يې د هارون بلور په گډون ديارلس کسان وژل شوي او ۵۳ نور ټپيان دي.

چاودنه د شپې ناوخته يوولس بجې هغه مهال شوې، چې د عوامي نېشنل گوند ځايي مشر هارون بلور يوې جلسې ته وينا کوله.

د پېښور مرکزي ليډي ريډينگ روغتون وياند ذوالفقار باباخېل او  د پېښور پوليسو مشر ډاکټر سعید رسنيو ته ويلي، چې په چاودنه کې د هارون بلور په گډون لږ تر لږه ديارلس کسان وژل شوي او دري پنځوس نور ټپيان دي.

پاکستاني رسنۍ وايي، کله چې هارون بلور د وينا لپاره دريځ ته پورته شو، ځای پر ځای د درنې چاودنې غږ شو.

د عوامي نېشنل گوند غړو او بلور کورنۍ منلې، چې هارون بلور له ټپي کېدو وروسته په روغتون کې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

په دغه چاودنه کې د هارون بلور ورور دانيال بلور هم ټپي شوی، چې روغتیايي وضعيت يې ترينگلی دی.

د پېښور پوليس وايي، چې د هارون بلور د مرگ خبر له خپرېدو سره د عوامي نېشنل گوند پارېدلو غړو له تاوتريخوالي ډک لاريون پيل کړ، چې د حالاتو قابو کولو په موخه د پوځ راغوښتو ته اړ شول.

د هارون بلور پلار بشیر بلور هم په ۲۰۱۲ کې د پاکستاني طالبانو له لوري په يوه چاودنه کې وژل شوی و.

په ۲۰۰۸ کال کې چې په خیبر پښتونخوا کې عوامي نېشنل گوند واک ته رسېدلی و، له هغه وخته راهيسې د ۲۰۱۳ تر پارلماني ټاکنو د عوامي نېشنل گوند پر غړو چاودنې زياتې شوي، چې تر اوسه په کې د دغه گوند نږدې نهه سوه غړي وژل شوي دي.

د پاکستان چارسنبالي لومړي وزير ناصر الملک او نورو چارواکو دغه چاودنه غندلې او د هارون بلور په وژنه يې خواشيني ښوولې ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون