ټکنالوژي

نوکیا پیاوړې خو ډېره ارزانه ځیرک موبایل وړاندې کوي

نوکیا کمپنۍ نن یعنی د جولایی په ۱۱مه د اېکس د لړۍ نوی ځیرک موبایل وړاندې کړي. دغه ځیرک موبایل اېکس۵ نومول شوی او اوس لپاره به یوازې چینايي کاروونکو ته وړاندې شي.

نوکیا هم د دغه خبر پخلی کړی.

د یو شمېر راپورونو پر بنسټ دغه ځیرک موبایل به چین کې د نوکیا اېکس۵ او نورو هېوادونو کې د نوکیا اېکس۵٫۱ پلس په نوم وړاندې شي.

د دغه ځیرک موبایل تصویر هم افشا شوی چې د دغه ځیرک موبایل د ډیزاین ټولې ځانگړنې په ډاگه کوي.

د دغه ځيرک موبایل افشا شوی تصویر ښيي چې نوکیا اېکس۵ به هم د نوکیا اېکس۶ ته ورته ډیزاین ولري او پاسنۍ برخه کې به د ایفون په څېر زنه (Notch) ولري.

دغه ځیرک موبایل به ۱۹:۹ ابعادو تناسب سره ۵٫۸۶ انچه مخ‌پاڼه ولري. همداراز کېدای شي دغه ځیرک موبایل کې کوالکوم سنپ ډراگن ۶۰۰ یا مېډیاټېک هېلیو پي د لړۍ پروسېسر ځای پر ځای شوی وي.

دغه ځیر موبایل به دوو مختلفو بڼو کې له ۴ گېگابایټ او ۶ گېگابایټ رم او ۳۲ گېگابایټ او ۶۴ گېگابایټ فایل ثبتونې وړتیا سره وړاندې شي.

دغه ځیرک موبایل به خپلې شاتنۍ برخې گې دوه گونې کامرې ولري چې یو لېنز به يي ۱۶ او بل به يي ۵ مېگاپکسله وړتیا ولري. مخکینۍ کامره يي ۸ مېگاپکسله ده.

نوکیا اېکس۵ کې ۳۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ ځای پر ځای شوې.

د دغه ځیرک موبایل ۳۲ گیگابایټ فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼه به په ۷۹۹ چېنايي یوان (۸۷۸۰ افغانۍ) او ۶۴ گېگابایټ فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼه به ۹۹۹ (۱۰۹۸۰ افغانۍ) چینايي یوان بیه ولري.

نوکیا کمپنۍ په دې اړه چې دغه ځیرک موبایل به نورو هېوادونو ته کله وړاندې شي نه څه دي ویلي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون