افغانستان خبر

د ننگرهار برید کې د پوهنې ریاست ۱۱ کارکوونکي وژل شوي‌

د ننگرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د پوهنې پر ښاري مدیریت برید چې سهار شاوخوا نهه نیمې بجې پيل شوی و، د پوهنې ریاست د ۱۱ کارکوونکو په وژل کېدو پای ته رسیدلی.

د ننگرهار ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، سهار نهه نیمې بجې دوه بریدګر د پوهنې ښاري مدیریت څانګې ته ننوتل او هلته یې جگړه پیل کړه، چې ځېنې خونې یې هم وسوزولې او د پوهنې مدیریت ډير اسنادونه هم له منځه تللي.

د خوږیاڼي په وینا په دغه برید کې ۱۰ کسان ټپیان شوي هم دي، چې درې یې امنیتي سرتیري ۵ تنه د پوهنې ریاست کارکوونکي او دوه زده کوونکي په کې شامل دي.

د ولایت ویاند وایي، امنیتي ځواکونو د پوهنې د ښاري مدیریت ۲۰ کارکوونکي له جگړې ژغورلي دي.

نوموړی زیاتوي، پولیس له لومړي برید سره سم سیمې ته ورسیدل او سیمه ېې کلابنده کړه؛ خو بریدگر په دوو خونو کې ځای پر ځای شوي و او له هغه ځایه یې ډزې کولې.

په وژل شویو کسانو کې د پوهنې ښاري‌ مدیریت څو مهم غړي‌ هم شامل دي.

په افغانستان کې پر ښوونیزو مرکزونو بریدونه کم ساري و؛ خو په ختیځ کې د داعش له لوري د ښوونځیو تر گواښلو وروسته دا تجربې هم په افغانستان کې وشوې.

د ننني برید مسوولیت کومې ډلې نه دی اخیستی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون