افغانستان خبر

وسله‌والو په فراه ښار کې ۱۰ پولیس وژلي‌

وسله‌والو تېره شپه د فراه ښار په پنځمه ناحیه کې ۱۰ پولیس وژلي او تر ۱۰ زیات یې له ځان سره ژوندي‌ بیولي دي.

په فراه کې یوې امنیتي سرچینې نړۍ نیوز ته وویل، چې تېره شپه وسله‌والو طالبانو د ښار د پنځمې ناحیې په باغ پل او رج سیمو کې پر څو پوستو هم مهاله بریدونه وکړل او جگړې کرۍ شپه دوام وکړ.

دغه سرچینه وایي، د جگړې په پای کې ۱۰ پولیس وژل شوي او تر لسو ډير نادرکه دي‌ او گومان دا دی چې هغه وسله‌والو له ځان سره ژوندي‌ بیولي دي.

یاده سرچینه وایي، چې د پولیسو وسلې، هاموي ټانگونه او ځينې نور مهمات هم وسله‌والو له ځان سره وړي‌ دي.

د فراه ولایت ویاند ناصري مهري هم وایي، چې تېره شپه وسله‌والو د ښار په پنځمه ناحیه کې بریدونه کړي؛ خو د مرگ ژوبلې او اوښتو زیانونو په اړه یې معلومات نه لري.

د مهري په خبره دواړه لوري مرگ ژوبله لري؛ خو تر کره معلوماتو وروسته به یې په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړي.

دغه برید په داسې مهال کیږي، چې د فراه والي‌ دوه ورځې وړاندې ویلي‌ و،‌ چې په فراه ښار کې اوس امنیتي گواښونه تر پخوا څو چنده لږ شوي دي.

طالبانو یا کومې بلې وسله‌والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون