لوبې

کروشیا انگلینډ ته ماتې ورکولو سره پایلوبې ته ووته

د فوټبال نړیوال جام دوهمه نیمه پایلوبې کې کروشیا د انگلینډ پیاوړې لوبډلې په وړاندې لوبه ترسره کړه او دغې لوبې گټلو سره يي د کروشیا په تاریخ د لومړۍ ځل لپاره د نړیوال جام پایلوبې ته ووته.

دغه لوبه د مسکو په لزنیکي نومې لوبغالۍ کې ترسره شوه او انگلینډ د لوبې د پیل په شیبو کې د لومړۍ گول په وهلو بریالی شو.

د لوبې په څلورمه دقیقه کې انگلینډ د ډيلي ایلي په وړاندې فول ترسره کېدو له امله فري کک ترلاسه کړه او کېرن ترېپییر دغه فرصت په گول بدل کړ.

د لوبې په ۳۰مه دقیقه کې انگلینډ د دوهم گول وهلو غوره فرصت ترلاسه کړ. لېنگارډ د انگلینډ لوبډلمشر هېري کېن ته غوره پاس ورکړ خو د کروشیا دروازه ساتونکی خپلې دروازې څخه پیاوړې دفاع وکړه او د انگلینډ دغه ستر فرصت يي بې ګټې کړه.

که څه هم د لوبې لومړۍ نیمايي کې توپ تر ډېره د کروشیا په کنټرول کې و خو د گول په وهلو بریالي نشول.

دوهمې نیمايي کې د لوبې په ۶۸مه دقیقه کې د کروشیا لپاره پېرېسک د گول په وهلو بریالی شو او دغه مهمه لوبه يي مساوي کړه.

د دوهمې نیمايي پاتې شیبو کروشیا پیاوړی او یرغل کوونکې لوبه وکړه او د انگلینډ لوبډله يي تر فشار لاندې راوستې وه خو بیا هم د گول په وهلو بریالي نشول.

ټاکلی وخت کې لوبه ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده او لوبڅار د ۳۰ دقیقو اضافي وخت ورکولو پرېکړه وکړه.

د اضافي وخت لومړۍ نیمايي کې بیا هم هېڅ کومې لوبډلې د گول په وهلو بریالي نشول خو د اضافي وخت دوهمې نیمايي کې د لوبې په ۱۰۹مه دقیقه کې ماریو مېنډوزیوکک د کروشیا لوبډلې لپاره یو ښکلی گول ترسره کولو سره لوبه د خپلې لوبډلې په گټه روانه کړه او انگلینډ د لوبې پاتې شیبو کې د دغې لوبې په مساوي کولو بریالی نشو.

د لوبې اضافي وخت هم پای ته ورسېد او دغه لوبه د ۲-۱ په توپیر سره د کروشیا په بریا پای ته ورسېده.

دا په تاریخ کې لومړۍ ځل دی چې د کروشیا لوبډله د فوټبال نړیوال جام نیمه پایلوبې ته ووته. له دې وړاندې په ۱۹۹۸ کې دغه لوبډله د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته وتلې وه او نیمه پایلوبې کې يي له فرانسې څخه ماتې خوړلې وه.

د فوټبال نړیوال جام پایلوبه به د جولايي په ۱۵مه د فرانسې او کروشیا ترمنځ ترسره شي. د شنبې په ورځ به انگلینډ د بلجیم په وړاندې درېیم مقام خپلولو لپاره لوبه ترسره کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون