لوبې

نجات او حضرت الله د بند امیر لوبډله سترې بریا ته ورسوله

د غازي امان الله خان یوې ورځنیو سیالیو په لړ کې په الف گروپ کې امو د بند امیر لوبډلې په وړاندې لوبه ترسره کړه چې دغه لوبه د بند امیر په سترې بریا پای ته ورسېده.

د لوبې پچه د بند امیر لوبډلې وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

د امو لوبډلې په ۴۲٫۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۵۲ منډې جوړې کړې او د سیالې لوبډلې ته يي د ۱۵۳ منډو هدف وټاکه.

د امو لوبډلې لپاره جاوېد احمدي په ۲۸ توپونو د څلورو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۳۷، فرهان زاخېل په ۷۴ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۳۴ او حاجي مراد په ۶۴ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۳۳ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

بند امیر لوبډلې لپاره نجات مسعود تر ټولو بریالۍ او اقتصادي توپ اچونه وکړه. نجات مسعود خپل ۷ اورونو کې یوازې ۱۹ منډو ورکولو سره پنځه وېکېټې واخیستې. نصرت الله ۲ او امیر حمزه او ابراهیم ځدران یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې د بند امیر لوبډلې په یوازې ۱۶ اورونو کې خپل یو لوبغاړی له لاسه ورکولو سره د حضرت الله ځاځی پیاوړې او چټکې توپ وهنې په مرسته ۱۵۳ منډې جوړې کړې او د امو لوبډلې ته يي په نهو وېکېټو ماتې ورکړه.

بند امیر لوبډلې لپاره حضرت الله ځاځی په یوازې ۵۰ توپونو د یولسو څلوریزو او اوو شپږیزو په مرسته ۱۰۳ او عثمان غني په ۴۶ توپونو د څلورو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۴۳ ناسوځېدلي منډو جوړولو سره غوره او پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

د امو لوبډلې لپاره یوازې فضل حق یوه وېکېټه واخیسته.

نجات مسعود د بریالۍ او اقتصادي توپ اچونې او مهمو وېکېټو اخیستلو له امله د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون