لوبې

سپین غر خپله دوهمه لوبه هم وگټله

د غازي امان الله خان یوې ورځنیو سیالیو په لړ کې په ب گروپ کې سپین غر د بست په وړاندې لوبه ترسره کړه او دغه لوبه د سپین غر په اسانه بریا پای ته ورسېده.

د لوبې پچه د بست لوبډلې وگټله او د ډگر ساتنې پرېکړه يي وکړه.

د سپین غر لوبډلې ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د سمیع الله شینواري سلیزې په مرسته ۲۹۸ منډې جوړې کړې.

سپین غر لوبډلې لپاره سمیع الله شینواری په ۹۶ توپونو د لسو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۱۰۴ او شبیر نوري په ۶۹ توپونو د دریو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۳ منډې جوړې کړې. د لوبې وروستیو شیبو کې عضمت الله عمرزی په ۳۲ توپونو د دوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۳ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره هم دغه هدف په ټاکلو کې د پام وړ مرسته وکړه.

د بست لوبډلې لپاره سید شېرزاد ۲ او یمین احمدزی، روښان بارکزی، محمد عالم او ناصر خان یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې د بست لوبډلې ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۴۱ منډې جوړې کړې او د ۵۷ منډو په ستر توپیر يي ماتې وخوړه.

د بست لوبډلې لپاره منیر احمد په ۷۸ توپونو د لسو څلوریزو په مرسته ۸۱، ناصر جمال په ۶۹ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۷ او رحیم منگل په ۷۰ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۴۰ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

د سپین غر لوبډلې لپاره افتاب عالم ۳، قیس احمد ۲ او فرید احمد، عظمت الله عمرزی او سمیع الله شینواري یوه یوه وېکېټه واخیسته.

سمیع الله شینواری د سلیزې وهلو او یوې وېکېټې اخیستلو له امله د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون