افغانستان خبر

کندوز کې د ۳۰ پوځیانو وژل کېدل تایید شول

تېره شپه طالبانو د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د افغان پوځیانو پر یو مرکز برید کړی، چې پر مهال یې ۳۰ افغان پوځیان وژل شوي او گڼ تجهیزات یې هم د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

د کندوز ولایتي شورا رییس یوسف ایوبي وایي، تېره شپه له ۱۲ بجو تر سهاره د دشت ارچي په پل مومن سیمه کې پر امنیتي مرکز ډله‌ییز برید دوام درلود چې له امله یې لږ تر لږه ۳۰ سرتیري وژل شوي دي.

دی وايي، په سیمه کې خال خال جگړه تر غرمې روانه وه او اوس هم په سیمه کې خطرونه په لوړه کچه دي.

د سیمې خلک هم وایي، چې د پوځ یو مرکز طالبانو نیولی او ټول تجهیزات یې هم ترې وړې دي.

د کندوز یوې امنیتي سرچینې هم تایید کړې، چې د تیرې شپې په نښته کې ۳۰ پوځیان وژل شوي دي.

خو د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وایي، چې په یاده جگړه کې ۱۵ پوځیان او ۵۰ طالبان وژل شوي دي.

بل پلوه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې تیره شپه د دوی ملګرو د دشت ارچي ولسوالۍ په گڼو سیمو کې بریدونه کړي‌ او ۱۶ دولتي سرتیري یې وژلي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون