لوبې

د روهېت شرما پیاوړې توپ وهنه د انگلینډ سترې ماتې لامل شوه

د هندوستان او انگلینډ ترمنځ د دریو یوې ورځنیو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه د هندوستان په بریا پای ته ورسېده. هندوستان دغې لوبې کې انگلینډ ته په اتو وېکېټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه هندوستان وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

انگلینډ په ۴۹٫۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د سټوکس او بټلر نیمه سلیزې په مرسته ۲۶۸ منډې جوړې کړې.

انگلینډ لپاره بټلر په ۵۱ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۵۳ او سټوکس په ۱۰۳ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۵۰ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ثابت شول.

هندوستان لپاره کلدیپ یادف تر ټولو بریالۍ توپ اچونه وکړه. نوموړی خپل ۱۰ اورونو کې یوازې ۲۵ منډو ورکولو سره شپږ وېکېټې واخیستې. امېش یادف ۲ او چهل یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې د هندوستان لپاره یو ځل بیا روهېت شرما پیاوړې توپ وهنه وکړه او دغه لوبه يي د هندوستان په بریا پای ته ورسوله.

هندوستان په ۴۰٫۱ اورونو کې یوازې دوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د پیاوړې توپ وهنې پر مټ ۲۶۹ منډې جوړې کړې او  انگلینډ ته يي په اتو وېکېټو ماتې ورکړه.

هندوستان لپاره روهېت شرما په ۱۱۴ توپونو د پنځلسو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۱۳۷ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره پیاوړې توپ وهنه وکړه.

وېراټ کولي په ۸۲ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۷۵ او شېکر دون په ۲۷ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۴۰ منډو جوړولو سره هم ښه وځلېدل.

انگلینډ لپاره رشید او معین علي یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون