سلايډ (فيچر) سياست سيمه، عرب او نړۍ

د ټرمپ او پوټين ليدو کې څوک گټونکی دی؟

د امریکا او روسيې ولسمشران نن د  فنلينډ پلازمېنه هلسنکي سره گوري.

رویټرز خبري اژانس لیکلي، چې د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه د روسي سيال ويلاديمير پوټين ليده کاته به د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسی کړکېچ  په اواري کې گټور تمام شي او دواړو دولتونو د دغې ناستې لپاره له پخوا ډېرې هڅې کړي دي.

له تېرو څو مياشتو راهيسې، چې د ټرمپ او پوټين د ليدو گنگوسې خپرې شوې وې، په امریکا کې د دغې ناستې مخالفت کېده او دغه ناسته يې د ټرمپ او امریکا په زيان بلله.

د دغې ناستې مخالفين نيوکه کوي، چې د فنلينډ سرمشريزه به د ټرمپ په زيان تمامه شي او ټینگار کوي، چې پوټين د ولسمشرۍ اتلس کلنه تجربه لري، خو په مقابل کې يې ټرمپ يوازې اتلس مياشتينۍ تجربې سره د پوټين ليدو ته ورځي.

رويټرز ليکلي، چې د فنلينډ له سرمشريزې ډېرې هيلې نه شي کېدای، بلکې يوازې د واشنگټن او مسکو ترمنځ د جنجالي اړيکو رغولو سربېره به د سوريې او اټومي وسلو په اړه بحثونه وشي.

داسې هيلې هم شته، چې دواړو مشرانو پخوا وختونو د يو بل ستاينې کړي او د فنلينډ په سرمشريزې کې به د ډيپلوماټيکو اړيکو د رغولو په موخه دواړه په خپلو سفارتونو کې د ډيپلوماټانو لږ شوی شمېر بېرته پورته کړي او د جاسوسۍ په تور شړل شوو ډيپلوماټانو کمښت پوره کړي.

ډونلډ ټرمپ له خپل روسي سيال سره له لیدو وړاندې په خپل ټويټ کې ويلي: «له روسيې سره زموږ اړيکې هېڅکله د اوس په څېر ترينگلې نه وې او لامل يې هم د امریکايي سياست بې عقلي ده.» د ټرمپ اشاره د امریکا ولسمشريزو ټاکنو کې د روسيې د لاسوهنې په اړه د څېړونکي کميسيون مشر څارونوال رابرټ مولر ته وه، چې د هغه څرگندونو او هڅو د دواړو هېوادونو اړيکې ترينگلې کړي دي.

دواړو لوریو له دغې ناستې سره ډېرې هيلې نه دي تړلي. ډونلډ ټرمپ له ناستې مخکې سي بي ايس ټلويزيون ته ويلي، چې دی له ډېرو کمزورو هيلو سره دغې ناستې ته ورځي او د امریکا د ملي امنيت سلاکار جان بولټن هم اې بي سي ټلويزيون ته ويلي، «متحده ايالتونه د لوړې کچې هيله نه لري او دغه ناسته به ډېره منظمه هم نه وي.»

د روسيې د بهرنيو چارو وزیر سرگي لاوروف هم ويلي، چې دوی هم دغې ناستې ته ډېر هيله‌من نه دي او که دواړه لوري د اړيکو رغولو په کړنلاره هوکړه وکړي دا به لویه لاسته راوړنه وي.

په مسکو  کې د بهرنيو چارو وزارت ته نږدې د «رياک» څېړنيز مرکز مدير اندري کورتنوف ويلي: «په دغه ناسته کې د ټرمپ په پرتله د پوټين زيان لږ ښکاري؛ ځکه چې پوټين له کورني اختلاف او د پارلمان له غړو سره لاس او گريوان نه دی او که دغه ډول گواښ وي، نو يوازې ټرمپ ته به متوجه وي.»

د ۲۰۱۶ په جنورۍ کې، چې ډونلډ ټرمپ واک ته ورسېد، د هغه مخالفينو تور پورې کړ، چې روسيې په ولسمشريزو ټاکنو کې د ټرمپ په گټه لاسوهنه کړې په دې اړه لا هم څېړنې روانې دي، خو مسکو د امریکا په ټاکنو کې لاسوهنه رد کړې ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون