لوبې

مس عینک لوبډلې پرلپسې درېیمې لوبې کې هم ماتې وخوړه

د غازي امان الله خان یوې ورځنیو سیالیو په لړ کې مس عینک خپله درېیمه لوبه د بند امیر لوبډلې په وړاندې ترسره کړه او دغه لوبه کې يي په شپږو وېکېټو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه د مس عینک لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

مس عینک لوبډلې یو ځل بیا د کمزورې توپ وهنې پایله کې په ۳۷٫۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۶۰ منډې جوړې کړې.

مس عینک لوبډلې لپاره رحمت شاه په ۳۱ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۲۹ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی توپ وهونکی ثابت شو.

د بند امیر لوبډلې لپاره امیر حمزه، نجات مسعود، نصرت الله او محمد ابراهیم دوه دوه او ابراهیم ځدران یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې د بند امیر لوبډلې ۲۹ اورونو کې خپل څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د احسان الله غوره توپ وهنې په مرسته ۱۶۲ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي په شپږ وېکېټو وگټله.

بند امیر لوبډلې لپاره احسان الله په ۸۲ توپونو د اوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۶۶ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی و.

مس عینک لوبډلې لپاره رحمت شاه ۲ او ضیاءالرحمن او ظاهر خان یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون