سلايډ (فيچر) نړيوالې

واشنگټن پوسټ: په منځني ختيځ کې د اوباما کمزوري د پوټين د بريا لامل شوه

بارک اوباما: امريکايي ولسمشر، ولاديمير پوټين: روسي ولسمشر

نړۍ نيوز  (سې شنبه،۲۵ اگست ۲۰۱۶)

امريکايي ژورنالېست او ليکوال، چارلېس کروتامر وايي، چې په منځني ختيځ کې د ولسمشر بارک اوباما کمزوري ستراتيژي د دې لامل شوه، چې د ده روسی سيال ولاديمير پوټين په دغه سيمه کې د خپل واک او ځواک ساحه پراخه کړي او د سيمې سياست په خپله گټه وڅرخوي.

ليکوال زياتوي، چې د روسيې د پرمختگ او پياوړتیا يوه نښه دا ده، چې اوس روسي جنگي الوتکې د ايران له هوايي ډگره په سوريه کې بمبارۍ کوي. دا لومړی ځل و چې روسي الوتکو د ایران له همدان هوايي ډګره الوتنې وکړې. ایراني چارواکو وروسته وویل چې دغه الوتنې د «لنډ وخت» لپاره وې.

چارلېس کروتامر واشنگټن پوسټ ته په خپله مقاله کې ليکلي، چې د امريکا بهرنيو چارو وزارت د روسيې د دې ستراتيژۍ له امله اندېښمنه ده. ليکوال وايي، چې امريکا بايد د اندېښنې پر ځای پر خپلې ستراتيژۍ له سره غور وکړي.

مقاله کې راغلي، دا لومړی ځل دی، چې ايران په خپله خاوره يو بهرني هېواد ته د عملياتو اجازه ورکړې او زياتوي، چې د منځني ختيځ ستراتيژي بايد گام په گام په ډېر دقت پر مخ يوړل شي.

د ليکوال په وينا د امريکا متحده ايالتونو او مصر په گډه څلوېښت کاله د منځني ختيځ حالات قابو وساتل، خو له تېرو اتو کالو راهيسې، چې امريکا دغې سيمې ته شا کړې، د ايران او روسيې مداخلې زياتې شوي او د عربي نړۍ سياسي او جغرافياوي نقشه کې يې بدلون راوستی دی.

د امريکا دريځ

چارلېس کروتامر لیکي، چې امريکا له ايران سره اتومي تړون لاسليک کړ، له عراقه يې خپل پوځيان ووېستل او د سوريې د روان کړکېچ په اړه يې دريځ ډېر کمزوری، بلکې ناکام دی.

د ليکوال له قوله په لومړيو کې خلکو فکر کاوه، چې له اتومي تړون سره به د ايران او امريکا په دريځونو کې بدلون راشي، مگر برعکس ايران له روسيې سره ستراتيژيک او پوځي ايتلاف جوړ کړ، کېدای شي مسکو له تهران سره د نړيوالو بنديزونو په لرې کولو کې مرسته وکړي او ايران ته ايس ۳۰۰ ډوله توغندي هم ورکړي.

د روسي سرتېرو له لوري د ايران هوايي پوځي ډگرونه کارول د دواړو هېوادونو ترمنځ د «نوې او قوي ملگرتيا» نښه ده

ليکوال د عراق په اړه وايي، چې روسي الوتکې اوس د دغه هېواد په فضايي حريم تېريږي او که اوباما له عراقه خپل پوځيان نه وای ويستلی، نو روسيې دا جرئت نه شوای کولای، چې خپلې الوتکې د عراق په فضا سوريې ته واړوي.

تشه

چارلېس کروتامر ليکلي، چې د امريکايي پوځيانو دغې تشې عراق د ايران په لمن کې وغورځاوه او د پخواني ولسمشر صدام حسين د واکمنۍ په نسکورولو امريکا ايران ته دا چانس په وړيا توگه په لاس ورکړ، چې عراق د خپلو گټو لپاره وکاروي.

ليکوال د امريکا د دفاع وزارت د وياند له قوله وايي، چې نږدې سل زره شيعه وسله‌‌والې ملېشې په عراق کې د سنيانو پر ضد جگړې کوي او شاوخوا اتيا زره يې د ايران په مالي او سياسي ملاتړ فعاليتونه کوي.

د سوريې د روان کړکېچ په اړه ليکوال زياتوي، چې تېر کال روسيې په سوريه کې پوځي مداخله وکړه، هلته يې پوځي مرکزونه جوړ کړل او ناتاره وحشي بمبارۍ يې پيل کړې، مگر اوباما پرې ځان غلی نيولی او فکر کوي، چې پوټين د سوريې په خونړۍ کنده کې گېر شو او هېڅ گټه يې نه ده ترلاسه کړې.

«سوريه کې د پوټين پوځي مداخلې نه يوازې دا، چې د بشار الاسد واکمني يې وژغورله، بلکې د ده رژيم اوس دومره غښتلی شو، چې حلب او شاخوا سيمې يې هم کلابندې کړي، روسيې پر دغه جگړه نور تېل هم وشيندل او په عین حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري غواړي، چې د سوريې کړکېچ له سوله‌ييزې لارې حل کړي.»

ستر ځواک

ليکوال وايي، پوتين پر دې وتوانېد، چې د نويمو کلونو پر خلاف خپل هېواد يو ځل بيا ستر ځواک کړي، په اروپا کې يې ډېر څه ترلاسه کړل، القرم جزيره يې د روسيې برخه کړه او اروپايان غواړي، چې پر روسيې لگېدلي بنديزونه هم پای ته ورسوي.

مقاله کې راغلي، چې د اوکراين ختيځ کې گڼې سيمې اوس هم د روسيې تر واک لاندې دي، اوباما تر اوسه هم ټينگار کوي، چې د اوکراين په اړه دې له زغم او حوصلې کار واخيستل شي، تر اوسه يې دا پرېکړه نه ده کړې، چې هلته دفاعي وسلې ولېږي او زياتوي، چې سپينه ماڼۍ د اوکراين په اړه د کاميابې ستراتيژۍ په جوړولو نه ده توانېدلې.

ليکوال په پای کې وايي، چې روسيه د سويلي چين په سمندر کې له چين سره گډې پوځي مانورې کوي، په چين، منځني ختيځ او گڼو نورو هېوادونو کې د خپل واک او ځواک سيمې پراخوي، په داسې حال کې، چې امريکا په دې اړه ناتوانه ده او کومه سالمه پرېکړه نه شي کولای.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون