لوبې

د فخر زمان رېکارډ ماتونکې توپ وهنه پاکستان څلورمې پرلپسې بریا ته ورسوله

د پاکستان او زمبابوي ترمنځه څلورمه نړیواله یوه ورځنۍ لوبه هم د پاکستان په بریا پای ته ورسېده. پاکستان دغه لوبه د ۲۴۴ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه.

د لوبې پچه پاکستانۍ لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

پاکستان لپاره د امام الحق او فخر زمان اوږده او رېکارډ ماتوونکې ملگرتیا پاکستان سره یو ستر هدف په ټاکلو کې د پام وړ مرسته وکړه. پاکستان ټاکل شوو پنځوس اورونو کې یوازې یو لوبغاړی له لاسه ورکولو سره ۳۹۹ منډې جوړې کړې.

پاکستان لپاره فخر زمان په یوازې ۱۵۶ توپونو د څلورویشتو څلوریزو او پنځو شپږیزو په مرسته ۲۱۰ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره یوې ورځنیو لوبو کې لومړۍ غبرگې سلیزې وهونکی پاکستانی لوبغاړی شو او د سید انور رېکارډ يي هم مات کړ. له دې وړاندې سید انور ۱۹۴ منډو جوړولو سره د پاکستان په تاریخ کې یوې ورځنۍ لوبې کې تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی و.

امام الحق په ۱۲۲ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۱۱۳ او اصف علي په یوازې ۲۲ توپونو د پنځو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۵۰ منډو جوړولو سره هم ښه وځلېدل.

زمبابوي لپاره یوازې مسکدزا یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې زمبابوي په ۴۲٫۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۵۵ منډې جوړې کړې او په پرلپسې توگه يي څلورمه لوبه هم وبایلله.

زمبابوي لپاره ترېپانو په ۷۱ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۴۴ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي و.

پاکستان لپاره شاداب خان ۴، عثمان خان او فهیم اشرف دوه دوه او جنید خان او شعیب ملک یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون