لوبې

سپین غر په پرلپسې توگه خپله څلورمه لوبه هم وگټله

د غازي امان الله یوې ورځنیو سیالیو په لړ کې سپین غر خپله څلورمه لوبه د بند امیر لوبډلې په وړاندې ترسره کړه او دغه لوبه يي په څلورو وېکېټو وگټله.

د لوبې پچه د سپین غر لوبډلې وگټله او توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

د بند امیر لوبډلې ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د ابراهیم ځدران او یونس احمدزی پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۲۶۶ منډې جوړې کړې.

بند امیر لوبډلې لپاره ابراهیم ځدران په ۱۲۳ توپونو د پنځو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۱۰۰ او یونس احمدزی په ۶۷ توپونو د څلورو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۶۳ منډو جوړولو سره تر ټولو پیاوړې لوبه وکړه.

سپین غر لوبډلې لپاره افتاب عالم ۳، طارق ستانکزی ۲ او وفادار مومند او طاهر خان یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې د سپین غر لوبډلې په ۴۹٫۱ اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د شهزاد، اکرام علي‌خېل او طاهر خان پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۲۶۹ منډې جوړې کړې.

د سپین غر لوبډلې لپاره محمد شهزاد په ۷۳ توپونو د اوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۶۶، اکرام علي‌خېل په ۸۷ توپونو د دپنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۳ او طاهر خان په ۴۸ توپونو د دوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۹ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

د بند امیر لوبډلې لپاره نجات مسعود ۲ او نصرت قریشي، فطرت الله او حشمت الله شهیدي یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون