لوبې

پاکستان وروستۍ لوبه هم وگټله

د پاکستان او زمبابوي ترمنځ د پنځو نړیوالو یوې ورځنیو لوبو وروستۍ لوبه هم د پاکستان په بریا پای ته ورسېده. زمبابوي دغې لوبې کې له پاکستان څخه په ۱۳۱ منډو ماتې وخوړه.

د دغې لوبې پچه پاکستانۍ لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

پاکستان ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د توپ وهونکو پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۳۶۴ منډې جوړې کړې.

پاکستان لپاره امام الحق په ۱۰۵ توپونو د اتو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۱۰، بابر اعظم په ۷۶ توپونو د نهو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۱۰۶ او فخر زمان په ۸۳ توپونو د لسو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۸۵ منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه وکړه.

زمبابوي لپاره امپوفو، چېتارا، روچ او مسکدزا یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې زمبابوي ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۳۳ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي د ۱۳۱ منډو په ستر توپیر وبایلله.

زمبابوي لپاره مورې په ۷۰ توپونو د دوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۷ او مور په ۵۴ توپونو د دوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۴ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

پاکستان لپاره حسن علي او محمد نواز دوه دوه وېکېټې واخیستې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون