لوبې

بنگله‌دېش لومړۍ یوې ورځنۍ لوبې کې وېسټ انډیز ته ماتې ورکړه

د بنگله‌دېش او وېسټ انډیز ترمنځ لومړۍ نړیواله یوه ورځنۍ لوبه د بنگله‌دېش په بریا پای ته ورسېده. بنگله‌دېش دغې لوبې کې وېسټ انډیز ته په ۴۸ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د بنگله‌دېش لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

بنگله‌دېش ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د تمیم اقبال او شکیب الحسن پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۲۷۹ منډې جوړې کړې.

بنگله‌دېش لپاره تمیم اقبال په ۱۶۰ توپونو د لسو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۱۳۰ او شکیب الحسن په ۱۲۱ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۹۷ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

وېسټ انډیز لپاره بیشو ۲ او رسل او هولډر یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې د وېسټ انډیز لوبډلې ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۳۱ منډې جوړې کړې او د ۴۸ منډو په توپیر يي ماتې وخوړه.

وېسټ انډیز لپاره هېټمایر په ۷۸ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۵۲ او کرېس گېل په ۶۰ توپونو د یوې څلوریزې او دوو شپږیزو په مرسته ۴۰ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

بنگله‌دېش لوبډلې لپاره مشرفي مرتضی ۴، مستیفض الرحمن ۲ او مهدي حسن او روبېل حسین یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون