لوبې

کابل د کمزورې توپ وهنې له امله د بست لوبډلې څخه هم ماتې وخوړه

د غازي امان الله خان یوې ورځنیو سیالیو په لړ کې کابل د بست لوبډلې په وړاندې لوبه ترسره کړه او دغه لوبه کې يي په ۷ وېکېټو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه د بست لوبډلې وگټله او د ډگر ساتنې پرېکړه يي وکړه.

د کابل لوبډلې یو ځل بیا د توپ وهونکو کمزورې توپ وهنې پایله کې ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۱۶ منډې جوړې کړې.

د کابل لوبډلې لپاره شوکت زمان په ۷۴ توپونو د څلورو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۵۰ او خیبر عمر په ۶۰ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۴۱ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

د بست لوبډلې لپاره روښان بارکزی ۳، سید شېرزاد او دستگیر خان دوه دوه او کریم صادق یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې د بست لوبډلې ۳۲٫۳ اورونو کې خپل درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۱۸ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته يي په اوه وېکېټو ماتې ورکړه.

د بست لوبډلې لپاره کریم صادق په ۳۱ توپونو د شپږو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۵۱ او رحیم منگل په ۶۳ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۲ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

نجیب الله ځدران د بست لوبډلې لوبډلمشر په یوازې ۲۴ توپونو د پنځو څلوریزو او پنځو شپږیزو په مرسته ۵۸ ناسوځېدل منډو جوړولو سره تر ټولو چټکه او پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

د کابل لوبډلې لپاره انعام الله خان، جاوېد ځدران او شمس الرحمن یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون