پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

د پاکستان ټاکنې پر افغانستان څه اغېز لرلای شي؟

پاکستان کې داسې مهال پارلماني ټاکنې کېږي، چې دغه هېواد کې د ترينگلي سياسي او امنيتي وضعيت سربېره له امریکا او سيمه‌ييزو هېوادونو سره د پاکستان اړيکې خوندورې نه دي او راتلونکې ټاکنې د پاکستان سربېره د سيمې او نړۍ لپاره هم مهمې برېښي.

د «پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلې لاره له راولپينډۍ ورغلې»، خو په پاکستان کې د دې خبرې اشاره دې ته وي، چې د پاکستان د پوځ عمومي قومندانۍ مرکز «جي ايچ کيو» په راولپينډۍ کې دی او واک ته د درسېدو لپاره بايد سياسي گوندونه د پينډۍ زرغون څراغ له ځان سره ولري.

د پاکستان پارلماني ټاکنې په داسې وخت کې رارسېدلي، چې د پاکستان د دوو سترو مسلم ليگ نواز او پيپلز گوندونو سربېره يو شمېر نور سياسي گوندونه هم د دغو ټاکنو پايلو ته د شک په سترگه گوري او تور پورې کوي، چې پوځ او استخباراتي ادارې د سترو گوندونو د ټاکنيزو سياليو مخنيوی کوي او له دې لارې د ټاکنو په پايلو د اغېز له لارې هڅه کوي، چې د «یو ځانګړي ګوند» بریا ته لار اواره کړي. د دغو ګوندونه اشاره د عمران خان انصاف غورځنگ ته وي.

د پاکستان مسلم لیگ نواز گوند پخواني مشر نواز شريف له تېر نږدې يوه کال راهيسې په خپلو څرگندونو او مرکو کې ويل، چې «فضايي مخلوق» له دوی سره په جگړه کې دی او له «فضايي مخلوقه» د هغه موخه هم پوځ او استخبارات دي. تر دې وړاندې په ۱۹۹۹ کال کې د نواز شریف حکومت د وخت د لوی درستیز پرویز مشرف له خوا نسکور شوی و.

د پاکستان پخوانی لومړی وزير نواز شريف او د هغه لور مريم نواز

په لومړيو کې د نواز شريف خپل گوند او نورو سياستوالو د نواز شريف څرگندونې د ملي ادارو پر خلاف بللې او له هغه يې د زغم غوښتنه کوله، خو له ټاکنو څو ورځې وړاندې، د نواز شریف گوند وايي، چې د دوی اوولس زره غړي په يو شمېر ناڅرگندو او بې بنسټو تورونو زندانونو ته لېږدول شوي او همدارنگه د پيپلز گوند مشر بلاول بوټو سربېره د دغه گوند نور مشران هم تور پورې کوي، چې د دوی د سياسي هلو ځلو او ټاکنيزو سياليو د مخنيوي هڅې کيږي.

څه موده وړاندې په پېښور کې د نېشنل عوامي گوند د ايالتي نوماند هارون بلور پر ټاکنيزه غونډه چاودنې د هارون بلور په گډون شل کسان وژلي او له اوياوو زيات يې ټپيان کړي وو. همدارنگه د بلوچستان په مستونگ سيمه کې هم د بلوچستان عوامي گوند پر يوه نوماند سراج رييساني چاودنې ۱۳۰ کسان وژلي او نږدې دوه سوه يې ټپيان کړي وو. د خيبرپښتونخو بنو کې د مذهبي گوندونو او جمعيت علمای اسلام د نوماند اکرم دراني پر جلسو دوه ځله چاودنې وشوې. د اکرم دراني سيالۍ ته د انصاف غورځنگ مشر عمران خان ولاړ دی. همدارنگه په ډېره اسماعيل خان سيمه کې د انصاف غورځنگ پر نوماند اکرام الله گنډاپور چاودنه شوې، چې د گنډاپور په گډون يې گڼ کسان وژلي دي. د اکرام الله گڼداپور ورور انعام الله خان گڼداپور د دغې چاودنې پړه د انصاف غورځنگ پر بل سيمه‌ييز مشر علي امين گنډاپور اچولې ده.


څه موده وړاندې په پېښور کې د نېشنل عوامي گوند د ايالتي نوماند هارون بلور پر ټاکنيزه غونډه چاودنې د هارون بلور په گډون شل کسان وژلي ‏وو

نور هېوادونه پوځونه لري، خو د پاکستان پوځ دولت لري

په پاکستان کې دا خبره عامه ده، چې د نړۍ نور هېوادونه پوځونه لري، خو د پاکستان پوځ دولت لري، چې ټولې اساسي چارې يې د پوځ په واک کې دي. په ټولنيزو، چاپي او برېښنايي رسنيو کې دې خبرو زور نيولی، چې پوځ د پارلماني ټاکنو مهندسي پيل کړې او  هڅه کوي، چې د ټاکنو پايلې په خپله خوښه راوباسي او د همدې موخې لپاره يې د مسلم ليگ نواز گوند مشر نواز شريف، د هغه لور مريم نواز او گڼ نور اغېزناک مشران له ټاکنو څو ورځې وړاندې زندان ته لېږدولي دي.

دغو تورونو هغه مهال زور واخيست، چې له ټاکنو يوازې څلور ورځې وړاندې د اسلام اباد د مخدره توکو ضد محکمې د نواز شريف د گوند لوړپوړی مشر او له پينډۍ څخه پارلماني ټاکنو ته نوماند حنيف عباسي د نشه‌يي توکو د سوداگرۍ په تور په ټول عمر بند محکوم کړ.

د حنيف عباسي سيالۍ ته د عمران ايتلافي او پوځ ته نږدې سياستوال شيخ رشيد ولاړ دی.

د حنيف عباسي له نيول کېدو وروسته د پاکستان وتلو ژورنالېستانو حامد مير، مظهر عباس، نصرالله ملک او گڼو نورو کارپوهانو د عباسي نيونه سياسي بللې او تور يې پورې کړی، چې د هغه له نيولو سره به د ټاکنو پايلې او اغېز هم مشکوک شي.

د اسلام اباد د مرافعې محکمې لوړپوړي قاضي شوکت عزيز صديقي وړمه ورځ په اسلام اباد کې يوې غونډې ته وويل، چې د محکمې د ټولو پرېکړې تر شا د استخباراتي ادارې «ای ايس ای» لاس دی او ټولې پرېکړې د ای ايس ای د فشارونو په نتيجه کېږي.

صديقي ويلي، چې ای ايس ای دا پرېکړه کړې، چې نواز شريف او د هغه لور مريم نواز بايد له ټاکنو وړاندې له زندانه را ونه وځي او د محکمې ټولې پرېکړې د ای ایس ای په خوښه کيږي، خو پوځ تل دغه تورونه رد کړي دي.

د پاکستان لوی درستیز، جنرال قمر جاوېد باجوه

که څه هم کارپوهان او د سياسي گوندونو مشران په دې باور دي، چې  پوځ د خپلو گټو لپاره د عمران خان په مشرۍ انصاف غورځنگ واک ته د رسولو هڅه کوي، خو د مذهبي گوندونو د ايتلاف او د جمعيت علمای اسلام گوند مشر مولانا فضل الرحمن ويلي، چې د ټولو هڅو سربېره به د ټاکنو پايلې د عمران خان پر خلاف راوځي.

د پاکستان مسلم ليگ گوند مشر شهباز شريف هم ويلي، چې دوی پر  خپلو فعاليتونو باور لري او د همدې باور له مخې به په پنجاب او خيبر پښتونخوا کې د دوی رايې ډېرې وي.

د پارکستان پارلمان کې ۳۹ څوکۍ د خيبر پښتونخوا، ۱۲ د قبايلي سيمو، ۳ د پلازمېنې اسلام اباد، ۱۶ د بلوچستان، ۶۱ د سند او ۱۴۱ د پنجاب ايالت دي. دا په دې  معنا که هر گوند په پنجاب کې ډېرې څوکۍ ترلاسه کړې، واک د هغه په برخه رسيږي.

د همدې باور له مخې د نواز شريف گوند فکر کوي که رڼې ټاکنې وشي دوی به يو ځل بيا واک ته ورسيږي.

د ټاکنو گټونکي او پر افغانستان يې اغېز

د پاکستان د پخواني واکمن گوند مسلم ليگ نواز او پوځ ترمنځ د جنجال يو لامل د بهرنۍ تگلارې واک و، چې نواز شريف يې د خپلواکۍ هڅه کوله، خو پوځ د نواز شریف له دې هڅې سره مخالف و. نواز شريف په دې باور دی، چې دی د پاکستان د اويا کلن تاريخ مخه بدلوي او په ملکي ادارو کې د پوځ او استخباراتو د واکمنۍ مخه نيسي، چې له امله يې هغه له واکه گوښه او د ټول عمر لپاره په سياست کې له گډونه منعه شوی دی.

نواز شريف او د هغه لور په لندن کې د کورونو د لرلو په تور په لس او اووه کاله بند محکوم شوي دي.

د نواز شريف ورور او د مسلم ليگ نواز گوند مشر شهباز شريف وايي، چې د احتساب ادارې د بدنيتۍ له مخې د نواز شريف په گډون د دوی گوند زرگونه غړي نيولي، تر څو يې واک ته د رسېدو مخه ونيول شي.

ژورنالېسته او ټولنيزه فعاله گل بخاري وايي، چې په پنجاب کې د پوځ پر ضد کرکه ډېره شوې، چې  له امله يې خلک د نواز شريف پلوي کوي.

نواز شريف او گوند يې په دې باور دي، چې بهرنۍ تگلاره بايد د ملکي  حکومت په واک کې وي او له سيمه‌ييزو هېوادونو او گاونډيانو سره ښې اړيکې ولري، چې پوځ د دې هڅو مخالف دی.

که د نواز شريف گوند په خپلواکه توگه او يا هم د ايتلافي گوندونو په ملتيا واک ته رسېږي، نو هڅه به وکړي، چې د افغانستان او هند په گډون له سيمه‌ييزو او گاونډيو هېوادونو سره شته تاوتريخوالی پای ته ورسوي او يا يې تر ټولو ټيټې کچې ته راکوز کړي، د سیاست سربېره له افغانستان سره سوداگريزې اړيکې غښتلې کړي او د افغانستان له لارې منځنۍ اسيا ته خپل سوداگريز توکي ورسوي.

افغانستان ته هم له همدې امله د پاکستان راتلونکې ټاکنې ځانګړی اهمیت لري. په پاکستان کې د پوځي واکمنو پر مهال له دغه هېواد سره د افغانستان اړیکې تل د ترینګلتیاوو ښکار وې. د ولسمشر غني له ولسمشرۍ راهیسې افغانستان هڅه کوي چې د پاکستان په مرسته د افغانستان د سولې بهیر کامیاب کړي.

د نواز شريف پلان دا و، چې له پېښوره کابل او له کابله تاجکستان ته موټروې سړک جوړ کړي، تر څو پاکستان په اسانه وکولی شي، چې خپل مالونه په اسانه منځنۍ اسيا ته ورسوي.

خو د نواز شريف پر ځای د انصاف غورځنگ واک ته رسېږي، د افغانستان لپاره به يې تگلاره د پوځ په خوښه وي. که څه هم ولسمشر غني هم په اسلام‌اباد کې د واکمنې ملکي ادارې په پرتله په راولپنډۍ کې له پوځ څخه هیله لري چې پر طالبانو فشار راوړي تر څو د ولسمشر غني د سولې طرحه ومني. خو بیا هم افغان حکومت به لېواله وي چې په اسلام‌اباد کې خپلواکه ملکي اداره چارې په خپله ولکه کې ولري چې د عمران خان د ګوند له بریا سره دا هیله لرې برېښي.

داسې هم ويل کېږي، چې پوځ به د عمران خان گوند په بشپړ اکثريت واک ته پرېنږدي، بلکې واک ته د رسېدو لپاره به د ايتلافي گوندونو او يا خپلواکو وکيلانو ملاتړ ته اړ وي، تر  څو د پوځ له اغېزه د ځان وېستلو هڅه ونه کړي.

ويل کېږي، که هر گوند واک ته رسيږي په مهمو چارو کې به د پوځ واکمني ومني او د مخالفت په صورت کې د نواز شريف له برخليک سره مخ کېدای شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون