پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

پاکستان کې د پارلماني ټاکنو لپاره د رايې اچونې بهير پيل شوی

پاکستان کې د پارلماني او ايالتي شوراگانو لپاره د رايې اچونې بهير پيل شوي، چې له سل ميليونه زيات خلک به په کې خپلې رايې وکاروي.

د څلورو ايالتي او ملي اسامبلۍ لپاره د رايې اچونې بهیر لپاره ټينگ امنيتي تدابیر نيول شوي دي.

دغه بهير نن سهار اته بجې پيل شو، د ماښام تر شپږو بجو به روان وي او د اړتيا پر مهال د رايې اچونې وخت نور هم غځېدی شي.

تر اوسه د بلوچستان ايالت په خضدار سیمه کې پر امنيتي ځواکونو وسله‌وال بريد کې يو تن وژل شوی او درې نور ټپيان دي.

امنيتي چارواکو ويلي، چې د رايې اچونې پر مهال د وسله‌والو بريدونو او چاودنو وېره شته، چې دوی ورته بشپړ چمتووالی نیولی دی.

په دغو ټاکنو کې تر ټولو سخته سيالي د مسلم ليگ نواز، انصاف غورځنگ او پيپلز گوندونو ترمنځ ده او د مذهبي گوندونو ايتلاف «متحده مجلس عمل» په اړه هم ويل کېږي، چې دا ځل به تر يوه بريده ډېرې څوکۍ ترلاسه کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون