افغانستان امنيت سلايډ (فيچر)

داعش په افغانستان کې د ماتې‌، که ځواکمنېدو په لور روان دی

د داعش لومړني فعالیتونه افغانستان کې په ۲۰۱۴ کې حس شول، چې هغه مهال یوازې په ننگرهار او زابل ولایتونو کې د دغې ډلې د فعالیتونو راپورونه خپاره شول.

خو اوس دغه ډله د افغانستان په نږدې لسو ولایتونو کې فعالیت لري‌ او په ځېنو نورو سیمو کې یې هم جلب او جذب پیل کړی دی.

د داعش په تړاو اوس هغه گنگوسې هم غلې شوې چې پخوا د افغان پارلمان له ادرسه کیدې او ویل کیدل به چې داعش د امریکا او د افغانستان د ملي امنیت شورا گډه پروژه ده او غواړي روسیه پرې وگواښي.

د چارو د شنونکو باور دا دی، چې داعش تر پخوا جلب او جذب زیات کړی؛ خو تبلیغات یې کم کړي او له دې کاره یې موخه دا ده چې یو ځل ځان عیار کړي او تر هغه وروسته بیا تبلیغاتو ته مخه کړي.

پوځي کارپوه محسن اختیار نړۍنیوز ته وویل، داسې ښکاري،‌ چې د داعش تبلیغات په دریو برخو ویشل شوي، چې یوه یې له رامنځته کېدو وړاندې و‌ او دغې ډلې په خپله کول چې اوس یو څه تت شوي.

د هغه په باور دویمه برخه تبلیغات بیا دا دی چې د داعش لپاره یې نور کسان کوي، چې په هغو کې بهرني ځواکونه او یو شمېر نور هېوادونه هم شامل دي.

اختیار وايي،‌ د داعش درېیمه برخه تبلیغات به بیا هغه وخت پیلیږي، چې دغه ډله په یوه وخت کې په څو ولایتونو کې د جگړې توان پيدا کړي.

په دې وروستیو کې په کابل، ننگرهار او ځېنې شمالي ولایتونو کې څو پېښې وشوې؛ خو مسوولیت یې کومې ډلې ونه مانه، چې د محسن اختیار په باور د دې معنا هم دا ده چې داعش نه غواړي د اوس لپاره د ډېرو پېښو مسوولیت ومني او خلک ځان ته متوجه کړي.

پوځي کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل بیا په دې باور دی، چې داعش ډله اوس په افغانستان کې هڅه کوي د سرباز گیرۍ یوه سراسري پروسه بشپړه کړي.

هغه نړۍنیوز ته وویل،‌ په ننگرهار،‌ کونړ،‌ نورستان،‌ بدخشان، تخار، سرپل،‌ جوزجان او بغلان ولایتونو کې د داعش سرباز گیري‌ د پخوا په څېر نه، بلکې پیاوړې روانه ده، نو ځکه دا اټکل کېدای شي، چې دا ډله تر پخوا نه ده کمزورې شوې.

په ولسي جرگه کې د تخار استازې حبیبې دانش هم څو ورځې وړاندې وویل، چې داعش په شمالي ولایتونو کې نوي‌ مرکزونه جوړوي او هڅه یې دا ده چې خپل بریدونه په یوه وخت په څو سیمو کې پيل کړي.

په ننگرهار کې بیا هره ورځ  د داعش د فعالیتونو خبرونه خپریږي؛ خو اوس یې پر وړاندې هغه مبارزه هم نه شته، چې په لومړیو کې د ولسي پاڅون په نوم حاجي ظاهرقدیر او یو شمېر نورو مشرانو پیل کړې وه.

داعش او طالبان

د داعش او طالبانو تر منځ د ټکر پایله لا له وړاندې روښانه ده او زابل د هېواد هغه ولایت دی، چې داعشیان د طالبانو له لوري په کې په بشپړ ډول محوه شول.

داعش ډلې په ۲۰۱۵ کال کې هڅه وکړه د زابل په یو شمېر ولسوالیو کې د ازبک او پاکستاني جنگیالو په ملتیا د ځان لپاره د پښې ځای پیدا کړي او په همدې لړ کې د طالبانو یو پخوانی غړی ملا منصور دادالله هم د داعش لیکو ته ورغی، چې طالبانو پرې سخت بریدونه وکړل او له دغه ولایته یې په بشپړ ډول د داعش جرړې و ایستې.

پرون د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې طالبانو د داعش ډلې ولایتي مرستیال هم په خپل یوه برید کې وواژه او دې ته ورته په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د داعش او طالبانو تر منځ نښتې شوي دي.

د ۲۰۱۶ له پيله په ننگرهار کې داسې خبرونه خپریدل، چې گواکې د بهرنیو ځواکونو په هوايي‌ بریدونو کې هغه طالب قوماندانان په نښه کیږي، چې د داعش مخالف وي؛ خو هغه مهال دا خبره ډېره جدي نه گڼل کیده.

بالاخره طالبانو په خپله اعلان وکړ، چې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې دوی په نښه کیږي‌ او داعش ته د سیمو پریښودلو لپاره زمینه برابريږي.

تازه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي‌ قوماندان جنرال جان نیکولسن د خبرو په غبرگون کې هم طالبانو ورته خبره کړې.

جنرال نیکلسن د داعش پر وړاندې د طالبانو جگړه ستایلې او هغه یې گټوره بللې ده؛ خو شنونکي بیا د بهرنیو ځواکونو د قوماندان خبرې بل ډول تعبیروي.

سیاسي کارپوه حسین سجادي‌ وایي،‌ د نیکلسن هڅه دا ده چې هغه کسانو ته روحیه ورکړي، چې د داعش له لیکو سره یو ځای کیږي.

د ده په باور له داعش سره یو ځای کېدونکي ټیټ‌ پوړو جنگیالیو ته به اوس دا توجیه وړاندې کیږي،‌ چې گواکې طالبان د امریکا پروژه ده او داعش یوازینۍ ډله ده چې د بهرنیو ځواکونو پر خلاف جنگیږي.

سجادي‌ نړۍنیوز ته وویل،‌ د بهرنیو ځواکونو په هره اعلامیه او هره غونډه کې په یو ډول داعش ته تبلیغات کیږي‌ او دا ډله د یوه خطر په توگه مطرح کیږي.

دی وايي، داعش په افغانستان کې لومړی یو خطر نه وه؛ خو همدې تبلیغاتو اوس یو خطر گرځولې او هره ورځ‌ د افغانستان خلک په نښه کوي.

د داعش د فعالیت اوسنۍ سیمې

د راپورونو له مخې داعش ډله دا مهال تر ټولو ډير ځواک د ننگرهار په اچین، ده بالا،‌ غني خېلو  ولسواليو سربېره په ځېنو نورو سيمو کې لري.

ورپسې فعالیت یې په جوزجان ولایت کې زیات دی او د جوزجان په قوشتیپه او درزاب کې یې ځان ته کلک مرکزونه جوړ کړي‌ دي.

د جوزجان ولایت ویاند محمد رضا غفوري‌ وایي، که څه هم د داعش پر وړاندې څو ځله عملیات شوي؛ خو هغسې چې دوی تمه لرله اغیزناک نه وو.

د سرپل په صیاد، د کونړ په ناړۍ‌، د نورستان او بدخشان په غرنیو سیمو او د بغلان په بورکه ولسوالۍ کې هم د داعش د مرکزونو خبرونه خپاره شوي دي.

څه موده وړاندې د ملي امنیت ځواکونو ان په کابل کې ددغې ډلې یو مرکز په پنځمه ناحیه کې کشف کړ او د دې معنا دا ده چې دا ډله په کابل کې هم فعال بانډونه لري.

په غور او بادغیس کې هم د داعش د فعالیت څرکونه شته؛ خو په رسمي ډول د دغې ډلې د فعالیت په اړه تر اوسه کوم راپور نه دی نشر شوی.

پایله

داسې ښکاري، چې په افغانستان کې داعش ډله د ځپل کېدو پر ځای تر پخوا منسجمه شوې؛ خو تبلیغات یې کم شوي او هڅه کوي نوی جلب او جذب وکړي.

د افغان حکومت دریځ په رسمي ډول دا دی چې په افغانستان کې د داعش لویې جرړې وتړلې او افغان ځواکونه اوس هم هره ورځ د دوی مهم مشران او مرکزونه په نښه کوي.

د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وايي،‌ اوس داعش په افغانستان کې داسې سیمه نه لري، چې ډاډه فعالیت په کې وکړي.

هغه نړۍنیوز ته وویل،‌ له دې ښکاري،‌ چې د داعش لویې جرړې ویستل شوي او اوسني فعالیتونه یې هغه خاښونه دي،‌ چې افغان ځواکونه یې هره ورځ پرې کوي.

له طالبانو سره د داعش د ټکر پایله هم ښايي د ډيرو په باور دا وي،‌ چې داعش به کمزورې او که بهرنی ملاتړ ونه لري له نابودۍ سره به مخ شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون