پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

د پاکستان پارلماني ټاکنې: په کوټې کې چاودنې ۳۱ کسان وژلي

د بلوچستان مرکز کوټې ښار ختيځ ته پر بای پاس سړک د رايې اچونې مرکز ته څېرمه چاودنه شوې، چې له امله يو دېرش تنه وژل شوي او گڼ نور ټپيان دي.

د چاودنې له امله د رايې اچونې مرکز د لږ وخت لپاره تړل شوی و، خو بېرته پرانيستل شو.

د کوټې د پوليسو مشر عبدالرزاق چيمه رسنيو ته ويلي، چې ده له خپلو ساتونکو سره د  رايې اچونې له مرکزه ليدنه کوله، چې  چاودنه وشوه، خو دی په کې خوندي  دی.

له چاودنې وروسته امنيتي ځواکونه او ژغورونکې ډلې د پېښې ځای ته رسېدلي او د پېښې قربانیان يې  روغتون ته لېږدولي دي.

 د چارواکو په وينا د پېښې په قربانيانو کې درې پوليس او يو ماشوم هم دي.

له چاودنې وروسته د کوټې په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی او د گڼو ټپيانو روغتيايي وضعيت ترينگلی بلل شوی دی.

پوليس وايي، د لومړنيو څېړنو له مخې چاودنه ځانمرگي بریدگر کړې، خو په دې اړه يې د نورو څېړنو ژمنه کړې ده.

د پاکستان ملي اسامبلۍ او څلورو ايالتي اسامبليو لپاره د رايې اچونې بهير له سهار اتو بجو پيل شوی او د ماښام تر شپږو بجو به روان وي.

د رايې اچونې په دې بهیر کې له سلو ميليونو زيات پاکستانيان خپلې رايې کاروي.

امنيتي ځواکونو ټينگ امنيتي تدابیر نيولي او د امنيتي تدابيرو لپاره له درې لکو زيات پوځيان او همدومره پوليس گومارل شوي دي.

د کوټې سربېره د بلوچستان په خضدار سيمه کې چاودنې درې امنيتي سرتيري ټپيان کړي او يو يې وژلی دی.

په ځينو نورو سيمو کې هم د سياسي  گوندونو د غړو ترمنځ د تاوتريخولي او ناڅرگندو وسله‌والو د ډزو راپورونه خپاره شوي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون