پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

د پاکستان ټولټاکنې: پنځو سترو گوندونو د ټاکنو پايلې رد کړي

پاکستان کې د پارلماني ټاکنو نارسمي پايلې راروانې دي او د ۴۲ سلنه نارسمي پايلو له مخې د عمران خان په مشرۍ انصاف غورځنگ په ۱۱۲ څوکيو مخکې دی، ورپسې مسلم ليگ نواز گوند د ۶۴ څوکيو په گټلو مخکې دی، په درېيمه درجه کې د پاکستان پيپلز گوند ۴۳ څوکۍ او د مذهبي گوندونو ايتلاف لس څوکۍ گټلي، خو تر  اوسه بشپړې او رسمي پايلې نه دي اعلان شوي.

د پايلو د نارسمي اعلان سره سم د مسلم ليگ نواز گوند مشر شهباز شريف، د اصف علي زرداري په مشرۍ پيپلز گوند، د مذهبي گوندونو د ايتلاف مشر مولانا فضل الرحمن، متحده قومي مومنټ، د محمود خان اڅکزي په مشرۍ پښتونخوا ملي عوامي گوند د ټاکنو پايلې له درغلۍ ډکې بللي او د نه منلو اعلان يې کړی دی.

شهباز شريف ويلي، چې دوی د ټاکنو پايلې نه مني، په دې اړه يې د لاريونونو اعلان کړی او د قانوني حقونو ترلاسه کولو لپاره يې د هر ډول هلو ځلو کولو هوډ کړی دی.

د مسلم ليگ نواز گوند مشر ويلي، چې د ټاکنو پايلې ځنډول د درغليو په معنا دي.

د مسلم ليگ نواز گوند د اطلاعاتو سکرترې مريم اورنگزيب ويلي، چې د دوی د گوند غړي نيول شوي او وهل شوي دي او د ټاکنو پایلې يې له درغلۍ ډکې بللي دي.

د مسلم ليگ نواز گوند د اطلاعاتو سکرتره مريم اورنگزيب

د پيپلز گوند مشرانو سناتور رضا رباني، سناتورې شيري رحمان او نورو مشرانو ويلي، چې د ټاکنو پایلې له درغلۍ ډکې دي او  دوی يې نه مني.

د پاکستان پيپلز گوند لوړپوي مشران سناتور رضا رباني او سناتوره شيري رحمان

د جمعيت علمای اسلام او متحده مجلس عمل مشر مولانا فضل الرحمن هم د ټاکنو پايلې رد کړي او په دې اړه يې د ټول گونديز کنفرانس راغوښتو اعلان کړی دی.

مولانا فضل الرحمن د ټاکنو پايلې له درغليو ډکې بللي او د ټول گونديز کنفرانس رابللو غوښتنه يې کړې

په سند ايالت کې متحده قومي مومنټ، پاک سرزمين او  ځينو نورو گوندونو هم د ټاکنو پايل رد کړي دي.

د پاکستان د ټاکنو کميسيون د سياسي گوندونو تورونه رد کړي او ټاکنې يې سل سلنه پاکې بللي دي.

د ټاکنو د کميسيون مشر سردار محمد رضا ويلي، چې ټولې ټاکنې رڼې دي او د پايلو دوه ساعته ځنډېدل يې د تخنيکي ستونزو له امله بللي دي.

 

د پاکستان د ټاکنو د کميسيون مشر سردار محمد رضا

د پاکستان ملي عوامي گوند مشر اسفنديار ولي خان، د جمعيت علمای اسلام او متحده مجلس عمل مشر مولانا فضل الرحمن، د خیبر پښتونخو پخوانی اعلی وزير او د مذهبي گوندونو نوماند اکرم خان دراني د راوتلو پايلو له مخې وروسته دي او د ټولو يادو مشرانو پر وړاندې د انصاف غورځنگ نوماندان مخکې دي.

د پاکستان ټاکل کېدونکی لومړی وزير عمران خان

د راوتلو پايلو له مخې داسې ښکاري، چې عمران خان به د پاکستان راتلونکی لومړی وزیر وي او د حکومت جوړلو لپاره د نورو گوندونو ايتلاف ته اړتيا لري.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون