پاکستان او ايران سلايډ (فيچر) سياست

د افغانستان په اړه به د پاکستان د نوي حکومت تگلاره څه وي؟

د پاکستان حکومت له ۲۰۰۱ راهيسې له امریکا سره د ترهگرۍ ضد جگړې کې ملگری دی، خو عمران خان وايي، چې دغه جگړه د پاکستان نه ده او ‏د ترهگرۍ ضد په نوم جگړه هم ناکامه بولي.‏

د پاکستان پارلماني ټولټاکنو کې د عمران خان په مشرۍ انصاف غورځنگ تر ټولو مخکې دی او تر اوسه يې د نږدې پنځوس سلنه نارسمي پايلو له مخې د ملي اسامبلۍ ۱۱۴ څوکۍ  ترلاسه کړي، ورپسې د مسلم ليگ نواز گوند ۶۴، پيپلز گوند ۴۴، خپلواکونو ماندانو ۱۴ او مذهبي گوندونو لس څوکۍ گټلي دي.

د روانو پايلو له مخې عمران د دې جوگه دی، چې  په مرکز کې ايتلافي حکومت جوړ کړي، خو د مسلم ليگ نواز، پيپلز او متحده مجلس عمل په گډون گڼو نورو گوندونو د ټاکنو د پايلو له منلو نټه کړې ده.

د عمران خان لپاره د پاکستان واکمني نوې  تجربه ده او تر دې وړاندې په دومره ستره کچه د واکمنۍ تجربه نه لري، خو دی هيله‌من دی، چې په هېواد دننه او بهرنۍ تگلارې کې به بريالي گامونه پورته کړي.

د عمران هيله دا ده، چې د مسلم ليگ نواز او پيپلز گوند مشران او غړي د اداري او مالي فساد په تور بنديان کړي، چې له امله يې په ټول پاکستان کې د ناکراريو وېره شته.

عمران تر اوسه د بهرنۍ تگلارې په اړه په رسمي توگه څه نه دي ويلي، خو په تېرو لنډو ورځو کې يې له لويديځو، روسي او ځينو نورو رسنيو سره په مرکو کې ويلي، چې په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو شتون د روانې جگړې بنسټيز لامل دی او تر څو، چې امریکا په افغانستان کې وي، سوله يې ناشونې بللې ده.

د پاکستان حکومت له ۲۰۰۱ راهيسې له امریکا سره د ترهگرۍ ضد جگړې کې ملگری دی، خو عمران خان وايي، چې دغه جگړه د پاکستان نه ده او د ترهگرۍ ضد په نوم جگړه هم ناکامه بولي.

عمران خان او گوند يې په قبايلي سيمو کې د امریکايي بې پيلوټه الوتکو د بريدونو هم خلاف دی او وايي، چې د دغو بريدونو ډېری قربانيان ملکيان دي او زياتوي، چې د همدې ملکي مرگ ژوبلې له امله په پاکستان کې د امریکا پر ضد کرکه مخ پر زياتېدو ده.

د عمران د پورته نظر له مخې که دی د پاکستان لومړی وزير شي، له افغانستان سره به يې اړيکې خوندورې نه وي او لامل به يې د هغه بهرنۍ تگلاره وي.

افغان حکومت له پاکستانه غواړي، چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي، د مخالفت په صورت کې يې پر ضد عمليات وکړي او يا يې هم له خپلې خاورې وباسي، خو عمران وايي، چې د ترهگرۍ ضد جگړه د پاکستان نه ده او دوی بايد د پردۍ جگړې لپاره په خپل هېواد کې عمليات ونه کړي.

د سولې په اړه هم د عمران خان نظر د افغان حکومت په زيان دی؛ ځکه چې افغانستان د روانې جگړې تر ټولو ستر لامل په پاکستان کې د طالبانو خوندي پټنځي بولي، خو عمران خان وايي، چې د روانې جگړې او د افغانستان د ناامنۍ تر ټولو ستر لامل د امریکايانو شتون دی او  تر څو، چې امریکا له افغانستانه د خپلو پوځيانو د وتلو مهالوېش نه وي اعلان کړی، تر هغو د سولې لپاره د باور فضا نه شي رامنځته کېدای.

راتلونکې څو ورځې د پاکستان او افغانستان د دوو اړخيزو اړيکو لپاره اړينې دي، چې عمران خان د لومړي وزير په توگه په خپل پخواني نظر پاتې کېږي او که د واک په ترلاسه کولو يې نظر او بهرنۍ  تگلارې کې بدلون راځي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون