لوبې

د سمیع الله شینواري ۱۹۲ ناسوځېدلې منډې سپین غر سترې بریا ته ورسوله

د غازي امان الله خان یوې ورځنیو سیالیو په لړ کې د سپین غر لوبډلې د امو په وړاندې لوبه ترسره کړه او دغه لوبه يي په پنځو وېکېټو وگټله.

د لوبې پچه د سپین غر لوبډلې وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

د امو لوبډلې ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د میرویس اشرف او نثار وحت پیاوړې توپ وهنې سره ۳۴۶ منډې جوړې کړې.

امو لوبډلې لپاره نثار وحدت په ۱۰۳ توپونو د لسو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۰۱ او میرویس اشرف په یوازې ۵۴ توپونو د اوو څلوریزو او پنځو شپږیزو په مرسته ۷۹ منډې جوړې کړې.

د سپین غر لوبډلې لپاره وفادار مومند ۳، ظاهر شهزاد ۲ او ضمیر خان او سمیع الله شینواري یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې د سپین غر لوبډلې په ۴۹٫۴ اورونو کې یوازې پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د سمیع الله شینواري پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۳۴۷ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي په پنځو وېکېټو وگټله.

د سپین غر لوبډلې لپاره سمیع الله شینواری په ۱۲۲ توپونو د شپاړلسو څلوریزو او یولسو شپږیزو په مرسته ۱۹۲ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره پیاوړې او لوبه گټونکې توپ وهنه وکړه.

د امو لوبډلې لپاره میرویس اشرف ۲ او شرف الدین اشرف او سمیع الله یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون