لوبې

د ایرلینډ پر وړاندې لوبو لپاره ملي لوبډله اعلان شوه

د افغانستان د کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې د نوروز منگل په مشرۍ د ایرلینډ پر وړاندې یوې ورځنیو او شل اوریزو لوبو لپاره ملي لوبډله اعلان کړه.

افغانستان به راتلونکی میاشت د ایرلینډ په وړاندې درې نړیوالې شل اوریزې او درې نړیوالې یوې ورځنۍ لوبې ترسره کړي.

د سیالیو دغه لړۍ به شل اوریزو لوبو سره پیل شي. لومړۍ شل اوریزه به د اگسټ په ۲۰مه، دوهمه لوبه يي د اگست په ۲۲مه او وروستۍ لوبه يي د اگست په ۲۴مه ترسره شي.

له شل اوریزو لوبو وروسته به نړیوالې یوې ورځنۍ لوبې ترسره شي. لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه به د اگست په ۲۷مه، دوهمه لوبه د اگست په ۲۹مه او وروستۍ یوه ورځنۍ لوبه به د سپټمر په درېیمه ترسره شي.

ایرلینډ په وړاندې یوې ورځنیو لوبو لپاره ټاکل شوې لوبډله:

محمد شهزاد، جاوېد احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه، اصغر ستانکزی، سمیع الله شینواری، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدران، محمد نبي، گلبدین نایب، راشد خان، مجیب ځدران، افتاب عالم، سید احمد شېرزاد، دولت ځدران او وفادار مومند.

ایرلینډ په وړاندې شل اوریزو لوبو لپاره ټاکل شوې لوبډله:

محمد شهزاد، عثمان غني، حضرت الله ځاځی، شفیق الله شفق، اصغر ستانکزی، سمیع الله شینواری، میرویس اشرف، نجیب الله ځدران، محمد نبي، گلبدین نایب، راشد خان، مجیب ځدران، افتاب عالم او فرید ملک.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون