پاکستان او ايران سلايډ (فيچر) سياست

پارلمان ته د پښتنو ژغورنې غورځنگ د دوو غړو بريا د دغې ډلې په گټه که زيان؟

د پاکستان پارلماني ټاکنو کې د پښتنو ژغورنې غورځنگ دوو لوړپوړو مشرانو محسن دوړ او علي وزير له وزيرستانه په لوړ اکثريت خپلې څوکۍ گټلي دي

د پاکستان پارلماني ټاکنو کې د پښتنو ژغورنې غورځنگ دوو لوړپوړو مشرانو محسن دوړ او علي وزير له وزيرستانه بريا ترلاسه کړې او دواړو په لوړ اکثريت خپلې څوکۍ گټلي، خو د دغو دواړو مشرانو بريا به د دغې ډلې لپاره گټوره وي او  که په زيان؟

محسن دوړ او علي وزير هم د دغې ډلې د مشر منظور پښتين په څېر د پاکستان پر استخباراتي او پوځي چارواکو توندې نيوکې کولې او د پښتنو د حقونو لپاره  يې د پلازمېنې اسلام اباد په گډون په ټول هېواد کې پرلتونه او لاريونونه وکړل، خو له تېرو څو مياشتو راهيسې د پښتنو ژغورنې غورځنگ په فعاليتونو کې پاموړ پڅوالی راغلی دی.

محسن دوړ او علي وزير وايي، چې دوی به په پارلمان کې هغه خبرې کوي، چې په ولسي غونډو او لاريونونو کې يې کولې او همدارنگه به پر استخباراتي ادراو نيوکې کوي، خو د پښتنو ژغورنې غورځنگ مشر په خپله فيسبوک پاڼه د پښتو ټپه ليکلې:

« باز مې کارغانو سره ولاړو-مردارې غوښې بې خوراک شي مړ به شینه»

د دې ټپې موخه په ټولنيزو رسنيو کې دا اخيستل شوې، چې منظور پښتين پارلمان ته د خپلو ملگرو په بريا ناخوښه دی، خو دواړه کامياب شوي غړي وايي، چې دوی به په پارلمان کې دننه هم د پښتنو د ژغورنې لپاره خپل غږ همداسې پورته کوي او په وينا يې په پارلمان کې به د دوی غږ ډېر گټور او اغېزناک وي.

علي  وزير خپلواک نوماند و، خو د ټاکنيزو سياليو پر مهال يې ويلي و، چې  دی به له بريا وروسته په پارلمان کې خپله رايه د عمران خان په مشرۍ انصاف غورځنگ ته ورکوي او کېدای شي د همدې څرگندونو له امله انصاف غورځنگ د علي وزير پر وړاندې خپل نوماند نه و درولی، خو محسن دوړ ويلي و، چې دی به د بريا په صورت کې وضعيت په کتو پرېکړه کوي، چې پارلمان کې چا ته رايه ورکړي.

علي وزير د پوځ او استخباراتو پر ضد په توندو نيوکو مشهور دی او عمران پوځ ته نږدې  سړی بلل کيږي او ډېری څارونکي په دې اړه پوښتنه کوي، چې علي وزير څنگه د پوځ پلوي مشر ته د رايې ورکولو پرېکړه کړې ده؟

د دې لامل په ظاهره دا ښکاري، چې عمران په خپلو څرگندونو کې ويلي، چې د پښتنو د ژغورنې غورځنگ ډېری غوښتنې پر ځای دي او بايد ومنل شي.

په پاکستان کې عام باور دا دی، چې د خپل غږ پورته کولو لپاره له پارلمانه د باندې په پارلمان کې دننه غږ پورته کول گټور دي او پارلمان ته د علي وزير او محسن دوړ بريا ته په ښه سترگه کتل کيږي، خو منظور پښتين که څه هم په دې اړه ډېر څه نه دي ويلي، خو په خپلو وروستيو څرگندونو کې  يې ويلي، چې د پښتنو ژغورنې غورځنگ يو ولسي او غير سياسي خوځښت دی، له سياست سره هېڅ ډول اړيکې نه لري او د ولسي اړيکو او لاريونونو له لارې د خپلو خلکو د حقونو لپاره غږ پورته کوي.

ځينې خلک په دې باور دي، چې پارلمان ته د علي وزير او محسن دوړ بريا به د دغه غورځنگ د کمزورۍ لامل شي.

راتلونکي وختونه به دا روښانه کړي، چې په پارلمان کې د علي وزير او محسن دوړ شتون د پښتنو ژغورنې غورځنگ لپاره گټور دی او که د دغه غورځنگ د ناکامۍ او کمزورۍ لامل گرځي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون