افغانستان سلايډ (فيچر)

حامد کرزي د نوي جوړ شوي ایتلاف ملاتړ اعلان کړ

حامد کرزی، مخکېنی ولسمشر

د افغانستان مخکيني ولسمشر حامد کرزي د هغه ایتلاف ملاتړ اعلان کړی، چې پرون یې کابل کې د افغانستان د لوی ملي ایتلاف په نامه د موجودیت اعلان وکړ.

حامد کرزي‌ پر خپلې رسمي فیسبوک په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد ایتلاف د مختلفو سیاسي گوندونو،‌ ولسي شوراگانو او د بېلا بېلو ولایتونو د استازو په گډون جوړ شوی او هڅه کوي د افغانانو ترمنځ‌ یووالی ټینگ کړي.

کرزي همداراز ویلي، چې د ایتلاف د جوړېدو موخه دا ده، چې د رڼو او عادلانه ټاکنو لپاره زمینه برابره کړي، له همدې امله یې کلک ملاتړ کوي.

په خبرپاڼه کې د حامد کرزي له قوله ویل شوي، چې دی هیله لري، چې دغه ډول خوځښتونه په افغانستان کې د پردیو د لاسوهنو د مخنیوي لامل شي.

د کرزي په باور دا ایتلاف کولی شي، د افغانانو ترمنځ د نفاق اور ته د لمن وهلو مخه ونیسې او د دې باعث شي، چې د افغانانو ملي یووالی او ملي حاکمیت لا ټینگ، ولسواکي تقویت، په هېواد کې سوله تامین او د شفافو، عادلانه او سرتاسري ټاکنو لپاره زمینه برابره شي.

کرزي په داسې مهال د ایتلاف ملاتړ اعلان کړی،‌ چې د ایتلاف تر اعلان یوه ورځ وړاندې د یاد خوځښت ډيری غړي حامد کرزي‌ ته د مشورې لپاره ورغلي وو.

حکومت هم تېره ورځ په یوه خبرپانه کې په مشروط ډول د نوي جوړ شوي‌ ایتلاف هرکلی وکړ.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون