لوبې

نجیب او منیر د بست لوبډلې لپاره د غازي امان الله خان سیالیو اتلولي وگټله

نن د غازي امان الله خان یوې ورځنیو سیالیو پایلوبه د بست او سپین غر لوبډلې ترمنځ ترسره شوه. د بست لوبډلې د سپین غر لوبډلې ته په اسانۍ سره په پنځو وېکېټو ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو اتلولي وگټله.

د لوبې پچه د بست لوبډلې وگټله او د ډگر ساتنې پرېکړه يي وکړه.

د سپین غر لوبډلې ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د لوبې وروستیو شیبو کې د عظمت الله عمرزی او فرید احمد غوره توپ وهنې په مرسته ۳۲۰ منډې جوړې کړې.

د سپین غر لوبډلې لپاره عضمت الله عمرزی په ۴۵ توپونو د دوو څلوریزو او شپږو شپږیزو په مرسته ۶۶ منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه وکړه. فرید احمد هم په ۳۰ توپونو د یوې څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۴۱ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره پیاوړې او چټکه لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

د بست لوبډلې لپاره سید شېرزاد ۳، عبدالباقي ۲ او روښان بارکزی او ناصر خان یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې د بست لوبډلې پیاوړې او بریالۍ توپ وهنه وکړه او د سپین غر د لوبډلې توپ اچوونکي د منیر احمد او نجیب الله ځدران د توپ وهنې پر وړاندې بې وسه ثابت شول.

د بست لوبډلې په ۴۸٫۳ اورونو کې خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د پیاوړې توپ وهنې پایله کې ۳۲۵ منډې جوړې کړې او دغه لوبه او د دغو سیالیو اتلولي يي وگټله.

د بست لوبډلې لپاره کریم صادق په ۵۸ توپونو د اوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۵۹ او نجیب الله ځدران په ۶۷ توپونو د شپږو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۷۳ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

د بست لوبډلې لپاره منیر احمد تر ټولو پیاوړې او لوبه گټوونکې توپ وهنه وکړه. منیر احمد په ۹۱ توپونو د لسو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۱۰۸ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د سپین غر لوبډلې لپاره افتاب عالم، طاهر خان، ظاهر شهزاد او طارق ستانکزی یوه یوه وېکېټه واخیسته.

منیر احمد د پیاوړې توپ وهنې له امله د دغې لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون