پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

د پاکستان گڼو گوندونو د ټاکنو پايلې له «درغلۍ ډکې» بللي

د پاکستان پخواني واکمن گوند مسلم ليگ نواز، د بلاول بوټو زرادري په مشرۍ پيپلز گوند، د اسفنديار ولي خان په مشرۍ ملي عوامي گوند، مولانا فضل الرحمن، افتاب احمد خان شېرپاو او گڼو نورو گوندونو د پاکستان د پارلماني ټاکنو پايلې له درغلۍ ډکې بللي او رد کړي يې دي.

تېره ورځ د جمعيت علمای اسلام او متحده مجلس عمل مذهبي گوندونو د ايتلاف مشر مولانا فضل الرحمن په اسلام اباد کې ټول گونديز کنفرانس راغوښتی و او دغه کنفرانس ته يې وويل، چې « ټولو گوندونو په يوه خوله د ټاکنو پایلې رد کړي او دا يې د ولس په رايو يرغل بللی دی.»

دغه ټول گونديز کنفرانس ته د مسلم ليگ نواز گوند مشر شهباز شريف، د ملي عوامي گوند مشر اسفنديار ولي خان، محمود خان اڅکزي، افتاب احمد خان شېرپاو او د نورو گوندونو غړو وويل، چې دوی د عمران خان په مشرۍ د انصاف غورځنگ د رايو اکثريت نه مني او دغه پايلې يې له درغلۍ ډکې بللي دي.

مولانا فضل الرحمن ويلي، چې ټولو گوندونو په گډه پرېکړه کړې، چې د دوی بريالي وکيلان به پارلمان ته د لوړې مراسمو کې گډون نه کوي او د ټاکنو د بيا ځلې ترسره کولو لپاره به لاريونونه او هلې ځلې پيل کړي.

مولانا دا هم وويل، چې د ټاکنو د دوهم ځل ترسره کېدو لپاره به له نورو گوندونو سره په گډه کړنلاره وټاکي او په لنډو ورځو کې به يې له رسينو سره شريکه کړي.

شهباز شريف دغې غونډې ته وويل، چې د لوړې مراسمو ته د برياليو وکيلانو د نه گډون لپاره د خپل گوند رهبري شورا سلامشورې ته اړتيا لري او د ټاکنيزو درغليو په اړه يې د لاريونونو او د بيا ځلې ټاکنو لپاره يې د مولانا فضل الرحمن د تگلارې ملاتړ اعلان کړ.

د پاکستان بل ستر پيپلز گوند هم د ټاکنو پايلې رد کړي، خو په ورته وخت کې يې ويلي، چې خپل بريالي نوماندان به پارلمان ته ولېږي.

د پيپلز گوند مشر بلاول بوټو زرداري رسنيو ته وویل، چې د ټاکنو پايلې نه مني، خو خپل استازي به پارلمان ته ولېږي او زياته يې کړه، چې دوی به له نورو گوندونو سره هم سلامشورې وکړي، چې د ټاکنو د پايلو په اړه به پارلمان کې دننه خپله مبارزه وکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون