افغانستان سلايډ (فيچر)

ډيلي ټايمز: طالبانو په قطر کې له امريکايي ډيپلوماټانو سره ناسته گټوره بللې

له تېرو دوو ورځو راهيسې امریکايي رسنۍ وايي، چې امریکايي ډيپلوماټانو په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر له غړو سره پر افغان سولې خبرې کړي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه په رسمي توگه څه نه دي ويلي.

د اسلام اباد چاپ ډيلي ټایمز ورځپاڼې د طالبانو د يوه چارواکي له خولې د نوم نه څرگندولو په شرط ليکلي، چې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر شېر عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو غړو سويلي اسيا لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې الیس ويلز سره د سولې په ميکانیزم خبرې کړي او «دواړو لوريو دغه خبرې گټورې بللي دي.»

ډيلي ټایمز د يادې سرچينې له خولې ليکلي، چې د طالبانو د سياسي کميسيون مشر له امریکا غوښتي، چې د طالب مشرانو نومونه باید د ملگرو ملتونو له تور نوملړه وويستل شي، د طالبانو سياسي دفتر په رسميت وپېژندل شي اود سولې خبرو د عملي پيل لپاره به طالبان بل پلاوی چمتو کړي.

په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر په ۲۰۱۳ کې پرانيستل شوی و، خو د مخکيني ولسمشر حامد کرزي له نيوکې وروسته بېرته وتړل شو. طالبانو پر خپل سياسي دفتر خپل رسمي سپين بیرغ پورته کړی و، چې کرزي يې مخالفت وکړ او دا سپين بیرغ يې د افغان ملي بیرغ پر ضد بللی و.

که څه هم د طالبانو سياسي دفتر تړل شوی، خو د دوی د سياسي کميسيون غړي په قطر کې پراته دي، له دغه ځايه نورو هېوادونو ته سفرونه کوي، وخت پر وخت د امریکا په گډون د نورو دولتو له چارواکو سره خپلې خبرې هم شريکي.

طالبان له اوږدې مودې راهيسې غوښتنه کوي، چې د افغانستان روانې جگړې د پای ته رسولو لپاره بايد امریکا له دوی سره مخامخ خبرې وکړي او اوس داسې ښکاري، چې امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرو ته زړه ښه کړی دی.

سويلي اسيا لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې الیس ويلز تېره مياشت کابل او اسلام اباد ته د خپل سفر پر مهال ويلي و، چې د سولې لپاره به د طالبانو ټولې نيوکې او بهانې له منځه وړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون