سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د امريکا دفاع وزير د پاکستان سفير سره «پر  افغان سولې» غږېدلی

د امريکا متحده ايالتونو دفاع وزير جيمز مټیس په واشنگټن کې د پاکستان سفير پنټاگون ته وربللی او له هغه سره يې د افغانستان سولې په اړه خبرې کړي دي.

په واشنگټن کې د پاکستان سفير علي جهانگير صديقي ويلي، چې د امريکا دفاع وزير ته يې ډاډ ورکړی، چې هېواد به يې په افغان سولې کې له متحده ايالتونو سره هر ډول مرستې وکړي.

د علي جهانگير صديقي دا څرگندونې د پاکستان ډان ورځپاڼې خپرې کړي، خو پنټاگون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او يوازې په پنټاگون کې يې د پاکستان سفير سره د امريکا د دفاع وزير او نورو چارواکو انځورونه په ټويټر کې خپاره کړي دي.

 د پاکستان سفير ويلي، چې جيمز مټیس ته يې په افغانستان کې د روانې جگړې د پای ته رسولو او له طالبانو سره د سولې په اړه د خپل هېواد ژمنه بيا تازه کړې ده.

پاکستاني سفير په داسې حال کې د امريکا دفاع وير سره د سولې په موضوع خبرې کړي، چې امريکايي رسنۍ له تېرې يوې اوونۍ راهيسې په قطر کې د امريکايي ډيپلوماټانو او طالب استازو ترمنځ د مخامخ خبرو راپورونه ورکوي.

امريکا غږ، رویټرز خبري اژانس او د پاکستان ډيلي ټايمز ورځپاڼې د طالبانو د سرچينو له خولې د دغې ناستې پخلی کړی، خو امريکا او طالبانو تر اوسه په اړه په رسمي توگه څه نه دي ويلي.

په ورته وخت کې د پاکستان انصاف غورځنگ مشر عمران د پارلماني ټاکلو له گټلو وروسته د نوي ټاکل کېدونکي لومړي وزير په توگه د افغانستان سولې په اړه د هر ډول مرستې ژمنه کړې ده.

ولسمشر اشرف غني هم له عمران خان سره د ټيليفوني اړيکې پر مهال هغه ته په ټاکنو د بريا د مبارکۍ تر څنگ عمران خان ته کابل ته د راتلو بلنه وکړې ده.

د طالبانو او امريکايي ډيپلوماټاټو ترمنځ د سولې خبرې په داسې حال کې د رسنيو توده موضوع ده، چې  وړمه ورځ د امريکا ان بي سي ټلويزيون او د برتانيې ډيلي مېل ورځپاڼې د سپينې ماڼۍ د سرچينو له خولې ليکلي و، چې ډونلډ ټرمپ د افغانستان روانې جگړې نهیلی کړی او امريکايي ډيپلوماټان وېره لري، که له طالبانو سره مخامخ خبرې پيل نه شي، شونې ده، چې ولسمشر ټرمپ په يو اړخيزه توگه له افغانستانه د خپلو پوځيانو د وتلو پرېکړه وکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون