روغتيا او ژوند

د پیاز ۱۰ تر ټولو حیرانوونکې روغتیايي گټې

پیاز په ورځني ډول تر ټولو زیات کاریدونکو خوړو څخه دی. پیاز نه یوازې دا چې د خوړو خوند زیاتوي، بې شمېره روغتيايي گټې هم لري او انسان له وژونکو ناروغیو ژغورلی شي.

ټول سبزیجات د انسان روغتیا لپاره گټور دي خو پیاز بیا تر ټولو غوره او د پام وړ روغتیايي گټې لري. پیاز یو شمېر داسې روغتیايي گټې هم لري چې اکثره خلک ترې خبر نه دي.

۱. د هډوکو روغتیا

پیاز کې شته کلسیم د هډوکو پیاوړتیا ساتلو کې مرسته کوي. سربېره پر دې پیاز خپل ترکیب کې سلفر هم لري، کوم چې نښلوونکي انساج پیاوړي او روغ يې ساتي. د دغو دوو عناصرو مخلوط په ځانگړې توگه زیات عمر لرونکو کې، د هډوکو ضایع څخه مخنیوی کوي. په ښځو کې د حیض د ناروغیو او ستونزو له منځه وړلو لپاره هم گټور دی.

۲. شکرې ناروغۍ څخه مخنیوی

یوازې یو کوچنی پیاز ٪۲۷ بایوتین ډي ار ای (Biotin DRI) لري. بایوتین د انسان روغتیا لپاره مختلفې روغتیايي گټې لري چې یو له هغوی څخه د شکرې ناروغۍ دوهم ډول په وړاندې مبارزه ده. وروستۍ څېړنې ښيي چې د بایوتین او کرومیم مخلوط په وینه کې د قندي موادو اندازه تنظیموي او د انسولین له مقاومت څخه مخنیوی کوي.

۳. روغه هاضمه

پیاز په زیاته اندازه فایبر لري. فایبر د هاضمې سیستم روغ ساتلو لپاره تر ټولو مهمه او گټوره ماده ده. د هاضمې سیستم کې مناسبه اندازه فایبر د روغتیايي ستونزو څخه مخنیوی لپاره له بدن څخه د پاتې شوو موادو زهري مواد خارجوي. فعاله هاضمه چې د پیاز په مرسته ممکنه ده د خواړه ښه هضم او له خوړو څخه د گټورو موادو جذبولو کې هم مرسته کوي.

۴. د وینې ټیټ فشار

پیاز کې شته سلفر د وینې طبیعي نرۍ کوونکی او وینې کې د گردې ټولېدو څخه مخنیوی کوونکی په توگه عمل کوي. دا د وینې فشار ټیټولو لپاره گټور دی او په دې ډول د عصبي حملې یا د زړه د حملې څخه مخنیوی کولو کې مرسته کوي.

له دې سربېره پیاز کې شته کورستین د وینې په شریانونو کې د گردې ټولېدو څخه مخنیوی کوي او په دې ډول انسان د اعصابو یا زړه له حملې څخه ژغورلی شي.

۵. سرطان څخه مخنیوی

پیاز خپل ترکیب کې په زیاته اندازه فلېونایډ لري. د فلېونايډ ځانگړی ډول چې کورستین نومېږي د سرطان په وړاندې مبارزه کوي، ډي اېن ای ته د زیان رسېدو څخه مخنیوی کوي او بدن کې د تومور جوړېدو مخه نیسي.

څېړنو ثابته کړې چې په زیاته اندازه کورستین خوړل د تخمدان او غټو کولمو په سرطان د اخته کېدو خطر کموي.

۶. غوره دفاعي سیستم

پیاز دواړه فیتوکېمېکل او وېټامین سي لري کوم چې بدن کې د وېټامین سي اغېز زیاتوي. خو دا په څه معنی؟ دا په دې معنی دی چې بدن به مو غوره او روغ دفاعي سیستم ولري او په کوچنیو او عامو ناروغیو د اخته کېدو خطر لږ وي.

۷. روغ زړه

د پیاز خوړل، په ځانگړي ډول اووم پیاز، په بدن کې د گټور کولېسټرول اندازه زیاتوي. دا په بدن کې د کولېسترول اندازه مناسبه ساتي او د وینې فشار هم نه پرېږدي چې لوړ شي.

د کولېسټرول او د وینې فشار کنټرولول د زړه د غوره روغتیا لامل گرځي.

۸. له درد څخه ارام

ایا پوهېدئ چې د تازه پیاز جوس درد او د حشراتو چیچلو له امله پیښ شوی سوی ارامولو کې د پام وړ مرسته کولی شي. دا د مچیو چیچلو لپاره هم گټور دی او د چیچل شوی ځای د پړسوب مخه نیسي.

۹. روغ پوټکی

بایوټین د پوټکي په روغ ساتلو کې هم مرسته کوي. بایوټین د وېښتانو توېیدلو څخه مخنیوی، ماتېدونکو نوکانو درملنې او د پوټکي روغتیا ساتلو لپاره کارول کېږي.

۱۰. ذهني فشار له منځه وړي

کورستین بدن له ذهني فشاره خوندي ساتي. کله چې ذهني فشار سره مخ یاست، بدن مو کورټیزول تولیدوي. د کورټیزول له اندازې زیاتېدل په بدن کې د پروتین د تجزيې او د عضلاتو انساجو د زیانمنېدو لامل گرځي. په دغه صورت کې پیاز چې په زیاته اندازه کورستین لري مهم رول لوبوي. د ذهني فشار پر مهال، کورستین هغه انزایمونه چې د کورټیزول د ترشح لامل گرځي له منځه وړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون