افغانستان سلايډ (فيچر)

ولسمشر غني په افغان سولې کې د قطر رول «اړین» بللی

ولسمشر اشرف غني په کابل کې د قطر له ځانگړي استازي سره د ليدو پر مهال  د دوو اړخيزو اړيکو سربېره د سولې په اړه هم خبرې کړي او د روانې جگړې  په پای ته رسولو او سولې کې يې د قطر رول اړين بللی دی.

د قطر د بهرنيو چارو وزارت رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼې کې ويلي، چې په دغه ناسته کې د دوو اړخيزو همکاريو سربېره له وسله‌والو طالبانو سره د سولې خبرو په اړه د قطر د منځگړيتوب په اړتيا هم خبرې شوي دي.

افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د قطر د بهرنيو چارو وزارت استازي مطلق بن مجید القحطاني په داسې حال کې له ولسمشر غني سره د روان بحران په پای ته رسولو او د سولې بهير کې د قطر په منځگړيتوب خبرې کړي، چې امریکايي رسنۍ له تېرو څو ورځو راهيسې په قطر کې د طالبانو او امريکايي ډيپلوماټانو ترمنځ د مخامخ ناستو راپورونه خپروي.

د برتانيې ډيلي مېل، د امريکا وال سټريټ ژورنال ورځپاڼو او ان بي سي ټلويزون د باوري سرچينو په حواله دغه ناستې «گټورې» بللي دي.

وال سټريټ ژورنال ليکلي، چې سويلي اسيا لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې اليس ويلز په قطر کې د طالبانو د سياسي کميسيون له غړو سره کتلي دي.

امریکا او طالبانو تر اوسه هم په دې اړه په رسمي توگه څه نه دي ويلي، خو د امریکا د بهرنيو چارو وزارت سرچينو رسنيو ته ويلي، چې «متحده ايالتونه خپلې ټولې هڅې په کار اچوي، چې له افغان حکومت سره د وسله‌والو مخالفينو د سولې خبرې بريالۍ شي.»

رویټرز خبري اژانس د طالبانو د سرچينو په حواله ليکلي، چې  په قطر کې د طالبانو د سياسي کميسيون غړو له الیس ويلز سره پر افغان سولې خبرې کړي او په وينا يې راتلونکې ناستې ته به طالبان بل پلاوي چمتو کړي او جدي خبرې به پيل شي، خو دا نه ده روښانه، چې بله ناسته به کله او چېرته ترسره شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، چې افغان حکومت له طالبانو سره خبرو ته نږدې  شوی دی.

د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر اکرم خپلواک وايي، چې د اسلامي دولتونو، ديني عالمانو او نړيوالې ټولنې په مرسته له طالبانو سره مخامخ خبرو ته نږدې شوي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون