سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

واشنگټن پوسټ: همدا له افغانستانه د وتلو وخت دی

واشنگټن پوسټ ورځپاڼې ليکلي، چې امریکا بايد له افغانستانه ووځي، خو دغه وتل بايد څه ډول وي؟

د افغانستان او نړيوالو چارو کارپوه فريد زدکريا واشنگټن پوسټ ته ليکلي، چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ يو ستر، خو سخت کار پيل کړی، چې هغه د افغانستان روانه جگړه پای ته رسول دي.

ليکوال وايي، چې د ټرمپ اداره هڅه کوي، چې له طالبانو سره د خبرو له لارې روانه جگړه پای ته ورسوي، د ټرمپ اداره پر  سمه لار روانه ده، خو دا لاره له کړاوونو هم ډکه ده.

فريد زکريا وايي، چې په ۲۰۰۱ کې د امریکا له لوري په افغانستان کې پيل شوې جگړه د امریکا په تاريخ کې تر ټولو اوږده بهرنۍ جگړه ده او زياتوي، چې پخوانيو ولسمشرانو جورج بوش او بارک اوباما د دې جگړې د پای ته رسولو هڅې وکړې، خو دغه هڅې د نيمگړتياوو له امله ناکامې شوې.

ورځپاڼه زياتوي، چې د اوباما د واکمنۍ پر مهال، چې د بهرنيو ځواکونو د پوځي ماموريت د پای ته رسېدو اعلان وشو، طالبانو ډېر پرمختگونه وکړل او ډېرې سيمې يې لاندې کړې، خو که امريکا له ډيپلوماټيکو هڅو پرته راوځي، د دې نيمگړتيا به دا وي، چې دغه تشه به د امريکا پر ځای چين، هند، ایران او روسیه ډکوي.

ليکوال ټينگار کوي، چې له افغانستانه د وتلو لپاره بايد پر ډيپلوماټيکو لارو چارو فکر وشي او له طالبانو سره د خبرو له لارې دغه جگړه پای ته ورسيږي.

د گاونډيانو رول

د ليکوال په باور د افغانستان روانې جگړې د پای ته رسولو لپاره د گانډيانو رول اړين دی او امريکا د نورو گاونډيانو په گډون بايد د هند رول ته قایله شي.

فريد زکريا وايي، چې امریکا د تل لپاره په افغانستان کې نه شي پاتې کېدای، هلته د امریکايي پوځيانو شتون د واشنگټن بهرنۍ تگلاره زيانمنوي، د لږو گټو لپاره موږ هلته خپل اړين وسايل کاروو، موږ د افغانستان امنيت او اقتصاد لپاره په کلني ډول ۴۵ ميليارده ډالر لگوو، چې د افغانستان له ناخالص مجموعي توليداتو دوه برابر څخه هم زيات دي.

ليکوال د امريکايي کارپوه او افغانستان پېژندونکي بارنيټ روبين له خولې ليکلي، چې د دغې جگړې پای ته رسول ستونزمن کار دی او امريکا بايد له طالبانو او سيمه‌ييزو هېوادونو سره په دې اړه مذاکرات وکړي.

بارنيټ روبین وايي، چې د ځمکنيو حقايقو له مخې بايد واشنگټن طالبانو ته په رسميت او واک کې د گډون لپاره قایل شي او له دې لارې روان بحران پای ته ورسوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون