سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د پاکستان پارلماني ټاکنو کې «افغان هزاره» هم بريالی شوی

علي احمد کهزاد د پاکستان بلوچستان په ايالتي ټولټاکنو کې د متحده مجلس عمل مذهبي گوندونو نوماندن محمد ولي ته ماتې ورکړې او د پنځو زرو رايو په گټلو ايالتي اسامبلۍ ته بريالی شوی دی، خو د کوټې کمشنر محکمې ته ويلي، چې احمد علي کهزاد پاکستانی نه دی او د هغه د پېژندپاڼه يې جعلي بللې ده.

احمد علي کهزاد د بلوچستان مېشتې هرازه ډيموکراټ گوند سرمنشي دی، په پارلماني ټاکنو کې ايالتي اسامبلۍ ته بريالی شوی دی.

په ټاکنو کې د گډون لپاره د ټاکنو کميسيون د احمد علي کهزاد اسناد مشکوک بللي و او د کوټې کمشنر ته يې د هغه د پېژندپاڼې د څېړلو امر کړی و، خو هغه ته يې په ټاکنو کې د گډون اجازه ورکړې وه.

د کوټې کمشنر د بلوچستان مرافعې محکمې ته په خپل راپور کې ويلي، چې د وگړو د احوالو د ثبت ادارې «نادرا» د کهزاد د پېژندپاڼې تصديق نه دی کړی.

د بلوچستان محکمې ويلي، چې د احمد علي کهزاد د وگړتوب په اړه به د روان اگسټ په شپږمه پرېکړه وکړي.

خو ښاغلي کهزاد د کوټې د کمشنر او نورو مخالفينو تورونه رد کړي او ځان اصلي پاکستانی بولي.

دی وايي، په ۲۰۱۳ کې يې د ښاروالۍ ټاکنو سربېره څو ځله په ټاکنو کې گډون کړی او هېچا يې په وگړتوب نيوکې نه دي او تينگار  کوي، چې دا ځل يې، چې بريا یقيني وه،و مخالفينو د ده په وگړتوب نيوکې کړي دي.

احمد علي کهزاد وايي، چې دی رښتينی پاکستان دی او په ټولو ځايونو کې د خپلې دعوې د رښتينولۍ لپاره حاضر دی.

د بلوچستان سربېره په پلازمېنې اسلام اباد او ځينو نورو سيمو کې هزاره‌گان ژوند کوي او ويل کېږي، چې په ۱۹مې پيړۍ کې هلته تللي او د پاکستان پېژندپاڼې هم لري.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون