سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

په ډنمار کې پر نقاب له بنديز وروسته يوه ښځه جريمه شوې

په ډنمارک د ښځو پر مخ د نقاب له بنديز وروسته پوليسو يوه مېرمن وروسته تر هغه جريمه کړې، چې په بازار کې يې مخ پټ و او يوې بلې ښځې يې د مخ لوڅولو هڅه وکړه، خو مسلمانې مېرمن يې خبره ونه منله. له شخړې وروسته، چې پوليس د پېښې ځای ته ورسېدل، مسلمانه مېرمن يې سل زره کرونر «د ډنمارک کرنسي» جريمه کړه.

په نوي قانون د نقاب يادونه نه ده شوې، خو په کې راغلي، چې هر چا داسې ټوټه پر مخ اچولې وه، چې مخ يې په کې پټ و، هغه به جريمه کېږي.

په ډنمارک پر نقاب د بنديز قانون له تصويبېدو وروسته د دغه قانون پر ضد لاريونونه پيل شوي او ډېرو نامسلمانو مېرمنو د احتجاج په توگه نقابونه اغوستي دي.

ډنمارک مېشتو مسلمانو ښځو ويلي، چې دوی په دغه قانون عمل نه کوي. د نوي تصويب شوي قانون له مخې له قانونه سرغړوونکې مېرمنې به سل زره ډنمارکي کرونر  جريمه کېږي.

د بشري حقونو ډلې د حکومت له لوري دغه قانون عملي کول «توکمپالنه» بللې ده.

د اروپا د بشري حقونو محکمې تېر کال په بلجيم کې د دغه قانون په ملاتړ پرېکړه کړې وه او ويلي يې و، چې مذهبي يووالی د يو چا له مذهبي ازادۍ ستر او اړين نه دی.

د اروپا په نورو هېوادونو لکه فرانسې، اسټريا، بلغاريا او د جرمني په باوريا ايالت کې هم دېته ورته قوانين عملي شوي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون