سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د بن لادن مور: زوی مې په ځوانۍ کې د اخوان المسلمین ملگری شوی و

د اسامه بن لادن مور عليا غانم ‏

د برتانيې گارډين ورځپاڼې د اسامه بن لادن له مور عليا غانم سره اوږده مرکه کړې او د بن لادن د ژوند، خويونو او کړنو په اړه ورسره غږېدلې ده.

د ورځپاڼې خبريال مارټن چالوف وايي، چې د بن لادن کورنۍ په سعودي عربستان کې نومتې او اغېزناکه کورنۍ ده.

خبريال وايي، چې د عليا غانم مشر زوی  «بن لادن» لا هم پر مور گران دی او وايي، چې «ژوند مې ډېرو له کړاوونو ډک و؛ ځکه چې هغه رانه لرې و.»

د بن لادن مور او ټولې کورنۍ يې تر ډېره د هغه په اړه له رسنيو سره له خبرو ډډه کوله، خو په سعودي کې نوي مشرباته او په ځانگړې توگه وليعهد محمد بن سلمان د گارډين په غوښتنه د بن لادن کورنۍ ته اجازه ورکړه، چې له ورځپاڼې سره مرکه وکړي.

د اسامه مور وايي، چې زوی کې يې هغه مهال بدلون راغی، چې د ملک عبدالعزیز پوهنتون کې داخل شو، هلته يې د اخوان المسلمين له غړي عبدالله عزام سره اړيکې جوړې شوې او هغه مهال له سعودي وشړل شول.

عليا غانم زياتوي، چې تر دې وروسته عبدالله عزام د بن لادن روحاني پلار او لارښود شو او زویي يې هغه مهال لا شل کلن و، چې د ځينو خلکو له لوري يې دماغ پرېمنځل شول.

مور يې وايي، چې دې به تل خپل زوی ته نصیحت کاو، چې له دې خلکو لاس واخلي، خو هغه به دا نه خبروله، چې دی څه کوي؛ ځکه چې د بن لادن له خپلې مور سره هم ډېره مينه وه.

گارډين د بن لادن د ورور حسن له خولې وايي، چې اسامه د تېرې ميلادي پيړۍ په اتيايمو کلونو کې د شوروي يرغل پر ضد د جهاد لپاره افغانستان ته ولاړ او هلته يې ټولو خلکو درناوی کاو.

هغه مهال د بن لادن کورنۍ پر ده فخر کاو، د سعودي حکومت هم د بن لادن له کورنۍ سره ښه چلند کاو او هغه يې د «قهرمان» په توگه پېژانده.

د بن لادن کورنۍ وايي، چې د وروستي ځل لپاره يې له هغه سره په ۱۹۹۹ کې په قندهار کې يوې پوځي اډې کې ليدلي و.

د گارډين خبريال دا مرکه د جون په لومړيو مياشتو د سعودي حکومت د استازي او ترجمان په ملتيا کې کړې وه او د حکومت استازي په مرکه کې مداخله نه ده کړې.

د بن لادن مور عليا غانم وايي، چې د سوريې په لاذقيه سيمې په علوي کورنۍ کې زېږېدلې، اسامه په ۱۹۵۷ کې پيدا شوی و، له واده درې کاله وروسته د بن لادن پلار طلاق ورکړی و، وروسته يې له محمد عطاس سره واده وکړ او اوس له خپل خاوند او زامنو سره د جدې ښار په يوه ستره ماڼۍ کې اوسېږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون