سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د وينزيويلا ولسمشر د بې پيلوټې الوتکې له بريده روغ وتلی

د وينزيويلا ولسمشر نيکولاس مادروو د امریکا متحده ایالتونه او کولمبيا د هغه د ترور کولو په هڅه تورن کړي دي. هغه دا تور وروسته تر هغه لگولی، چې  نوموړی نن يوې غونډې ته وينا پر مهال د بې پيلوټه الوتکې له بريده روغ ووت، خو اووه ساتونکي يې ټپيان شوي دي.

نيکولاس مادورو د رسمي ټلويزون له لوري په خپرې شوې وينا کې وويل، چې د دغې بې پيلوټې الوتکې د بريد موخه د ده وژنه وه او دی په دې کې هېڅ شک نه لري، چې  د دغه بريد تر شا د امریکا او کولمبيا لاس و.

د وينزيويلا ولسمشر ويلي، چې دی د الله په فضل او بيا د خپلو وسله‌والو ځواکونو او ولس په مرسته له دغه بريده روغ وتلی او تور يې پورې کړی، چې کولمبيا او امريکا د ښي اړخي مخالفو پر مټ دغه بريد کړی دی.

مادورو ویلي، چې د پېښې په اړه پلټنې پيل شوي، يو شمېر تورن کسان نيول شوي او د لومړنيو پلټنو له مخې يې ويلي، چې د بريد پلانوونکي د امريکا په سويل فلوريډا ايالت کې اوسېږي او دغه برید د امريکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په لمسون پلان شوی بولي.

د وينزيويلا حکومتي مسوولينو ويلي، چې  ولسمشر نيکولاس مادورو نن يوه پوځي پريډ ته وينا کوله، چې له چاودېدونکو توکو ډکې بې پيلوټې پرې برید وکړ، خو په دغه بريد کې د ولسمشر په گډون ټول دولتي مسوولين خوندي دي او يوازې اووه سرتيري ټپيان شوي دي.

ولسمشر نيکولاس مادورو په ۲۰۱۴ کې د پخواني ولسمشر هوگو چاويز له مړينې وروسته ولسمشر شوی او د ولسمشرۍ له پيله يې امريکا سره اړيکې په دښمنۍ ولاړې دي، هېواد يې له سياسي او اقتصادي ننگونو سره مخ دی او د مادورو مخالفې ډلې د امریکا او کولمبيا په مرسته د حکومت پر ضد فعاليتونه کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون