سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

امريکا په سيمه کې د چين اغېز د مخنيوي لپاره ستر گامونه پورته کوي

د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو

د امريکا د بهرنيو چارو وزير د ختيځې اسيا هېوادونو کې د چين اغېز د کمولو په موخو دغو هېوادونو سره دېرش ميليارده ډالره مرسته اعلان کړې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې هيتر نوريټ ويلي، چې دغه مرستې به د سيمې په امنيتي چارو لگول کيږي.

د هغې  په وينا په دغو مالي مرستو به په بنگلادېش، اندونيزيا، منگوليا، نيپال، فليپين، سريلانکا، ويټنام او بحرالکاهل کې ډېرې نيمگړې پروژې بشپړې شي.

مايک پومپيو په سينگاپور کې رسنيو ته وويل، چې هېواد يې په سیمه کې د چين د ځواک ښودنې له چارو اندېښمن دی او ټينگار يې کړی، چې په سيمه کې بايد له نړيوالو اصولو سره د امنيت لپاره گامونه پورته شي.

د چين او امریکا ترمنځ د روانې سوداگريزې جگړې په اړه مايک پومپيو وويل، چې دغه ناانډوله جگړه د ټرمپ ادارې ته په میراث ورپاتې ده، چين له امريکايي کارکوونکو او شرکتونو سره د برابري چلند نه کوي.

امریکا له هند سره د اړيکو زياتولو په مرسته په سيمه کې د چين د اغېز کمولو هڅه کوي.

څو ورځې وړاندې گانگريس د دفاعي مسودې په تصويبولو د ټرمپ له ادارې وغوښتل، چې د چين هر اړخيز اغېز د کمولو لپاره بايد له هند سره خپلې سوداگريزې او دفاعي اړيکې غښتلې کړي.

په دغه مسوده کې غوښتنه شوې، چې له هند سره د گډې همکارۍ له لارې بايد د دواړو هېوادونو ترمنځ سټراټيژيکه، عملياتي او تخنيکي اړيکې غښتلې شي.

په مسوده کې راغلي، چې امریکا بايد په سويل ختيځه اسيا کې د خپلو امنيتي موخو د ترلاسه کولو لپاره د چين پر وړاندې له هند، جاپان او اسټراليا سره پوځي اړيکې غښتلې کړي او له دغو هېوادونو سره څلور اړخیز مذاکرات پيل کړي.

د ۲۰۱۹ دفاعي مسودې کې د پاکستان لپاره امنيتي مرستې هم له دېرش ميلياردو پنځلس ميلياردو ته راښکته شوي او په مقابل کې د ختيځې اسيا هېوادونو سره دېرش ميليارده مرستې اعلان شوي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون