سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د سوداگريزو او ډيپلوماټيکو اړيکو له پرېکون وروسته سعودي کاناډا ته ټول پروازونه ځنډولي

سعودي عربستان له کاناډا سره د خپلو سوداگريزو او ډيپلوماټيکو اړيکو له پرېکون وروسته دغه هېواد ته د سعودي هوايي شرکت ټول پروازونه ځنډولي او کاناډا ته په تعليمي بورسونو تللي محصلين هم هلته له ستونزو سره مخ شوي دي.

سعودي پر کاناډا تور پورې کړی، چې د سعودي په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي، له همدې امله يې د کاناډا سفير ته امر کړی، چې له دغه هېواده ووځي او خپل سفير يې هم له کاناډا راغوښتی دی.

کاناډا ويلي، چې د سعودي په کورنيو چارو کې يې لاسوهنه نه ده کړې، خو د بشري حقونو لپاره به خپل غږ د پخوا په څېر پورته کوي.

په ورته وخت کې د سعودي حکومت ته يوه نږدې ټولنیز فعال په خپل ټويټر کې يو انځور پورته کړی، چې د سعودي الوتکه د کاناډا پلازمېنې ټورنټو ته پرواز کوي.

د ټولنيزو رسنيو فعالانو دغه انځور په ۲۰۰۱ کې د امريکا پر برجونو له بريد کوونکو الوتکو سره ورته بللي و، خو وروسته د ټويټر دغه حساب بند شو.

په ورته وخت کې سعودي چارواکو ويلي و، چې په کاناډا کې د خپل هېواد د محصلينو ټول بورسونه ختموي او دغه تعليمي پروگرامونه بل هېواد ته لېږدوي.

سعودي وايي، چې له کاناډا سره ټولې سوداگريزې اړيکې او پانگونې هم ختموي.

سعودي دا گامونه وروسته تر هغه اخيستي، چې کاناډا په سعودي کې د بشري حقونو د فعالانو په بندي کېدو اندېښنه ښوولې وه.

د سعودي د بهرنيو چارو وزارت په ټويټر پيغام کې راغلي، چې «سعودي په خپل تاريخ کې هېڅکله په خپلو کورنيو چارو کې د چا لاسوهنه او فرمانونه نه دي منلي.»

د سعود بهرنيو چارو وزارت د کاناډا د بهرنيو چارو وزارت د هغه ټويټ حواله هم ورکړې، چې له سعودي چارواکو يې د بشري حقونو د فعالانو د  ژر خلاصون غوښتنه کړې ده.

په سعودي کې د امريکايي نژادې ثمر بدوي سربېره د بشري حقونو يو شمېر فعالانې ښځې په دغه هېواد کې د سړيو د واکونو د له منځه وړلو غوښتنه کوي او له همدې امله د ثمر بدوي په گډون يو شمېر ښځې فعالانې نيول شوي دي.

په سعودي  کې د وليعهد محمد بن سلمان په مشرۍ د ازادۍ او پرمختگ په نوم د فعاليتونو د زياتېدو سربېره په دغه هېواد کې د بشري حقونو د فعالانو نيول د لويديځو رسنيو او بشري ټولنو له لوري تر نيوکو لاندې دي.

کاناډا تر اوسه د سعودي د وروستي گام په اړه غبرگون نه دی ښوولی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون