ټکنالوژي

سامسنگ په غلطۍ سره د نوټ۹ وېډیو خپره کړه

سامسنگ کمپنۍ هر کال د گلکسي اېس لړۍ ځیرکو موبایلونو تر معرفي کولو څو میاشتې وروسته د نوټ لړۍ ځیرک موبایل چې ډېر غښتلی وي معرفي کوي.

له څو میاشتو راهیسې د گلکسي نوټ۹ اړوند یو شمېر معلومات خپرېږي، چې د دغه ځیرک موبایل ځانگړې ځانگړنې او ډیزاین په ډاگه کوي چې دغه معلومات بیا د سامسنگ کمپنۍ له لوري نه دي تایید شوي.

خو دا ځل د سامسنگ کمپنۍ په غلطۍ سره هغه رسمي وېډیو چې د گکلسي نوټ۹ سوداگریزو خبرتیاوو لپاره جوړه کړې وه خپره کړه او له لنډې مودې وروسته يي بېرته له خپلې وېب پاڼې لرې کړه.

د ټکنالوژي برخې ځينې  کارپوهان په دې باور دي چې سامسنگ په قصدي توگه د کاروونکو تلوسې زیاتولو لپاره دغه وېډیو له خپلې رسمي وېب پاڼې خپره کړې.

دغه وېډیو کې ښودل شوي چې نوټ۹ به د سامسنگ کمپنۍ د تاریخ تر ټولو پیاوړی، چټک او غښتلی ځیرک موبایل وي چې یو شمېر حیرانوونکې ځانگړنې به ولري.

که څه هم دغه وېډیو کې دغه ځیرک موبایل په بشپړه توگه نه ده ښودل شوې خو بیا هم د دغه ځیرک موبایل ډېر ځانگړنې په ډاگه کوي او ښيي چې د دغه ځیرک موبایل ډیزاین اړوند خپاره شوي معلومات سم دي.

دغې وېډیو کې همداراز ښودل شوي چې د نوټ۹ یوه بڼه به له ۵۱۲ مېگابایټ فایل ثبتونې وړتیا سره وړاندې شي چې کاروونکي د میموري کارډ کارولو سره دغه وړتیا یو ټېرابایټ (۱۰۰۰ گېگابایټ) پورې لوړولی شي.

له دې وړاندې افشا شوو معلوماتو کې ادعا شوې وه، چې دغه ځیرک موبایل به ۸ گېگابایټ رم ولري او اېس قلم به يي د بلوتوت له لارې د وصل کېدو ځانگړنه ولري چې دغه وېډیو کې د دغو ادعاو اړوند هېڅ هم نه دي ویل شوي.

سامسنگ کمپنۍ به گلکسي نوټ۹ د اگست په ۹مه په رسمي توگه معرفي کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون