افغانستان سلايډ (فيچر)

لوگر کې هوايي‌ بریدونو ملکیان او پولیس وژلي

د لوگر په ارزه ولسوالۍ کې جگړه او هوايي بریدونه شوي، چې په هوايي برید کې لږ تر لږه ۱۵ پولیس او شاوخوا ۲۰ ملکیان وژل شوي دي.

د ازرې ولسوال حمیدالله وایي، بمبار بهرنیو ځواکونو د پولیسو پر پوستو هغه مهال کړی چې پر پوستو جگړه هم روانه وه.

د ولسوال په خبره پر ولسوالۍ ډله‌ییز برید شوی و او دا برید تر سهاره روان و،‌ چې د هوايي بریدونو پر مهال گڼ وسله‌وال هم وژل شوي دي.

د لوگر د ولایتي شورا مرستیال عبدالولي وکیل وايي،‌ په هوایي بریدونو او جگړې کې ټول ۳۵ ملکي وگړي او پولیس وژل شوي دي.

د هغه په خبره پر ولسوالۍ له یو لوري جگړه روانه وه او له بل لوري‌ بهرنیو ځواکونو د پولیسو پر پوستو بمونه وغورځول.

د وکیل په خبره دوی د سیمې له خلکو سره په اړیکه کې دي، چې روښانه کړي، په دغه برید کې په کومه کچه ملکیان او په کومه کچه پولیس وژل شوي  دي.

د لوگر د پولیسو ویاند شاپور احمدزی وايي،‌ تېره شپه په ازره کې د هوايي بریدونو پر مهال لږ تر لږه ۳۰ وسله‌وال وژل شوي دي.

د هغه په خبره د وسله‌والو تر څنگ ۳ پولیس هم وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.

د ارزې ولسوال د وژل شویو پولیسو شمېر ۱۰ کسان ښوولی دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون