روغتيا او ژوند

دغه درې مشروبات ناوړه کولېسټرول کموي

د ناوړه کولېسټرول یا بدن کې د مجموعي کولېسټرول کچه لوړېدل د زړه حملې او ناروغیو خطر زیاتوي. خو یو شمېر څېړنې ښيي چې پرهېز او گټور خواړه ناوړه کولېسټرول کمولو کې د پام وړ مرسته کولی شي.

دلته مو له هغو دریو مشروباتو سره چې په اسانۍ سره تیاریږي او د ناوړه کولېسټرول کچه ټیټوي اشنا کوو:

۱- د زنجبیل چای

زنجبیل له اوږدې مودې څخه د مختلفو روغتیايي ستونزو لکه اسهال او زړه بدوالی لپاره د درملو پر ځای کارول کېږي. د مري لینډ روغتیايي مرکز پوهنتون خپلې نوې ترسره شوې څېړنې کې ثابته کړې چې د زنجبیل چای ناوړه کولېسټرول کچه ټیټوي او د وینې شریانونو د بندېدو مخه نیسي. روغتیايي کارپوهان هره ورځ د څلور گرامه زنجبیل کارولو وړاندیز کوي.

۲- د انگور جوس

د انگور جوس هم هغو کسانو لپاره چې د شکرې په ناروغۍ اخته نه وي د ناوړه کولېسټرول د کچې ټیټولو لپاره یو غوره انتخاب او گټور مشروب دی. انگور داسې ځانگړنې لري چې په مرسته يي بدن کې ناوړه کولېسټرول کموي او پر ځای يي گټور کولېسټرول زیاتوي.

روغتیايي کارپوهان وايي چې ښځې باید په ورځنۍ ډول ۸ اونسه د انگور جوس وڅښي په داسې حال کې چې په ورځنۍ ډول ۱۶ اونسه کارول به يي روغتیايي گټې نور هم زیاتې کړي.

دغو گټو لپاره باید د انگور ٪۱۰۰ خالص جوس وڅښل شي او بوره په کې ونه کارول شي. د انگور جوس له کولېسټرول کنټرولولو سربېره نور بې شمېره روغتیايي گټې هم لري.

۳- شین چای

د شین چای یو له روغتیايي گټو څخه د ناوړه کولېسټرول کچه ټیټول دي. له دې سربېره شین چای د سرطان او زړه د ناروغیو خطر هم کموي.

شین چای په زیاته کچه د پولیفینول په نوم انټي اکسېډنټ لري. د مري لینډ روغتیايي مرکز پوهنتون مختلفې څېړنې ښيي چې شین چای د مجموعي کولېسټرول او ناوړه کولېسټرول اندازه کموي.

له دې سربېره، شین چای د غوره او گټور کولېسټرول اندازه زیاتوي او په دې ډول د وینې له رگونو څخه ناوړه کولېسټرول له منځه وړي. څېړونکي په دې باور دي چې د شین چای پولیفینول په بدن کې د ناوړه کولېسټرول د جذبېدو مخه نیسي او د بدن اطراحي سیستم له لارې يي له بدن څخه خارجوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون