افغانستان سلايډ (فيچر)

حکومت لوی اختر کې هم له طالبانو سره د اوربند لپاره په سلامشورو بوخت دی

ولسمشر اشرف غني يو ځل بيا په لوی اختر کې هم د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند لپاره له چمتووالي خبر ورکړی دی.

ولسمشر تېره شپه د سیاسي گوندونو له غړو سره په خبرو کې ويلي، چې د لوی اختر په ورځو کې يو ځل بيا له طالبانو سره اوربند ته چمتووالی نيسي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ رسنيو ته په لېږل شوې ويناپاڼې کې راغلي، چې د تېر کوچني اختر اوربند بريالۍ تجربې ته په کتو ولسمشر يو ځل بيا له طالبانو سره د اوربند په چمتووالي کار کوي.

ولسمشر د نيويارک ټايمز ورځپاڼې او دفاع وزارت هغه راپورونه هم رد کړل، چې له لرې پرتو سيمو افغان امنيتي ځواکونه راباسي.

ولسمشر دا هم ويلي، چې له وسله‌والو طالبانو سره د سولې سربېره ټولې سياسي او پوځي پرېکړې د افغان حکومت په واک کې دي او په دې اړه يې د حکومت سربېره د سياسي گوندونو مشورې او وړانديزونه هم گټور بللي دي.

د سولې عالي شورا، د ديني علماوو سرتاسري شورا، د سولې ولسي حرکت او گڼ شمېر نورو ولسي او سياسي گوندونو له حکومته غوښتي، چې په هېواد کې د روانې ناامنۍ، وچکالۍ او نورو ستونزو له امله بايد په لوی اختر کې هم له طالبانو سره اوربند وکړي، خو په ورته وخت کې يې غوښتنه کړې، چې دغه اوربند بايد اوږدمهالی وي.

له هلمنده کابل ته راغلي د سولې د ولسي حرکت وياند بسم الله وطندوست له طالبانو او حکومته غوښتي، چې په لوی اختر کې هم اوربند اعلان کړي، خو په ورته وخت يې ټينگار کړی، چې دغه اوربند بايد اوږدمهالی وي او په وينا يې لنډمهالی اوربند بې گټې دی.

 د مشرانو جرگې رييس فضل هادي مسلميار په گډون ځينې سياسي فعالان او گوندونه بيا اندېښنه لري، چې طالبان به له دغه اوربنده ناوړه گټه پورته کړي.

خو ولسمشر غني او د سياسي گوندونو ډېری غړي غړي په تېر کوچني اختر کې له طالبانو سره اوربند بريالۍ تجربه بللې او يو ځل بيا يې د دغې تجربې په شونتيا کار پيل کړی دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون