سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

له ایران سره سوداگريزو اړيکو لرونکو هېوادونو ته د ټرمپ گواښ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ گواښ کړی، کوم هېوادونه، چې له ایران سره سوداگريزې اړيکې لري، هغوی له امریکا سره سوداگري  نه شي کولی.

ولسمشر ټرمپ پر ایران د نوو بنديزونو مسوده لاسليک کړې، چې د گرينويچ پر وخت به نن له څلورو بجو عملي کيږي.

په دغو بنديزونو کې د ایران گڼې ادارې په نښه شوي او د ایران د تېلو په صاداراتو نور بنديزونه هم ولگېدل.

د امریکا ولسمشر په خپل تازه ټويټ کې ويلي، چې څوک له ایران سره سوداگريزې اړيکې پالي، هغه له امریکا سره سوداگري نه شي کولی.

ولسمشر ټرمپ پر ایران لگېدلي بنديزونه تر ټولو خطرناک بللي او زياته کړې يې ده، چې « نوي بنديزونه پر ایران په لگېدلو بنديزنو کې تر ټولو اغېزناک دي، په نومبر کې به نور هم سخت شي، زه يوازې د نړيوالې امنيت غوښتونکی يم»

د ټرمپ د دغه گواښ اشاره په ظاهره ترکيې، روسيې، چين او اروپا ته ده؛ ځکه دغه هېوادونه په سوداگريزو چارو د امریکا مخالف دي او خپلو شرکتونو ته له ایران سره د سوداگرۍ اجازه ورکوي.

امريکا پر ایران دا بنديزونه په داسې حال کې لگولي، چې څو ورځې  وړاندې ولسمشر ټرمپ ایراني چارواکو ته وړانديز کړی و، چې د ښو او مثبتو اړيکو لپاره ورسره گټورې هوکړې ته چمتو دی، خو ایراني چارواکو دغه وړانديز رد کړی و او دا يې د ایراني ولس سپکاوی بللی و.

د ایران ولسمشر حسن روحاني په خپلو تازه څرگندونو کې ويلي، چې د امریکا له لوري د خبرو وړانديز او نوي بنديزونه لگول د ایران پر ضد د امریکا «رواني جگړه» ده.

ولسمشر روحاني ولس ته په ټلويزوني وينا کې ويلي:  «د امریکا له لوري ایران ته د خبرو وړانديز او ورسره نوي بنديزونه لگول د ایران پر ضد رواني جگړه او د ایراني ولس د پاشلو هڅه ده.»

د ایران ولسمشر زياته کړې، چې د امریکا نوي بنديزونه له پوهې لوړ دي، د دغو بندیزونو ښکار د ایران ماشومان او ناروغان دي.

دی وايي، چې هېواد يې تل د مذاکراتو غوښتونکی دی، خو د دې لپاره بايد لومړی امریکا دا روښانه کړي، چې  څرنگه باور پرې وکړای شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون