افغانستان سلايډ (فيچر)

ارگ: جوزجان کې تسلیم شوي‌ داعشیان به د ترهگرو په توگه محاکمه کیږي

د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند محمد هارون چخانسوري ‏

تر هغو اندیښنو وروسته چې حکومت په جوزجان کې له داعشیانو سره معامله کړې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، شاوخوا ۲۰۰ هغه داعشیان به د افغانستان د قوانینو په رڼا کې د ترهگرو په توگه محاکمه کیږي، چې جوزجان کې تسلیم شوي‌ دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري نن په کابل کې یوې خبرغونډې ته وویل، هغه اندیښنې بې ځایه دي چې گواکې افغان حکومت به تسلیم شوي داعشیان خوشي کړي او یا به ورسره د قانون په رڼا کې چلند ونه شي.

د نوموړي په وینا د افغانستان اساسي قانون او نورو نړیوالو کنوانسیونونو په رڼا کې تسلیم شوي داعشیان د کورني او بهرني امنیت پر وړاندې د خنډ پیدا کولو په تور محاکمه کیږي.

د چخانسوري‌ په خبره حکومت ته د ترهگرو ډلو ترمنځ هېڅ توپیر نه شته او تسلیم شوي‌ داعشیان هم ترهگر وو.

تېره ورځ‌ د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم د وزیرانو شورا غونډې پر مهال وویل، چې له تسلیم شویو داعشیانو سره باید قانوني چلند وشي.

د ولسمشر ویاند همداراز په راتلونکو ټاکنو کې د حکومتي چارواکو د لاسوهنې د مخنیوي لپاره د نوي میکانیزم جوړیدو خبر ورکړ.

د هغه په وینا د ولسمشر د نوي حکم له مخې هیڅ دولتي چارواکي د رایې اچونې مرکزونو ته نه شي ننوتلی او دغو مرکزونو ته به د نامسوولو وسله‌والو د ننوتلو مخه هم نیول کیږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون