افغانستان سلايډ (فيچر)

ولسمشر غني کاپيسا کې د برېښنا رسونې ۳ پروژې پرانیستې

ولسمشر اشرف غني کاپيسا ته تللی او هلته یې د برېښنا رسونې درې پروژې پرانیستې چې ټولیز لگښت یې نږدې ۶۶ میلونه ډالره دی.

د افغانستان برېښنا شرکت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغو پروژو کې له پُشتې سُرخ نه تر گلبهار پورې د ۲۲۰ کیلوولټ برښنا مزي غځول، گلبهار کې د ۲۲۰/۲۰ کیلوولټ سب سټیشن او د گلبهار له سب سټیشن څخه تر تپې احمد بیک پورې د ۱۱۰ کیلوولټ لیږدونکي مزي شامل دي.

د خبرپاڼې په حواله د یادو پروژو مجموعي لگښت شاخوا ۶۵.۸ میلیونه امریکايي ډالره کېږي، چې د امریکا د پوځ انجینري ټیم یې لگښت ورکړی.

د سرچینې په حواله د برېښنا دا پروژې د کاپیسا او پروان ولایتونو ځینې برخې تر پوښښ لاندې نیسي، بل لورته د گلبهار سب سټیشن د وارداتي او آبي برښنا ترمنځ یو وارداتي پول دی چې اوس ۷۰ میگاواټه برښنا ننگرهار ته لیږدوي.

له دغې پروژې همداراز یو سرکټ یې چې دمگړۍ تر پلان لاندې دی د پنجشیر ولایت ته هم غځول کېږي.

برېښنا شرکت وايي، دا مهال د کاپیسا برېښنا، ۱۱۱۰۰ کسانو ته برېښنا رسوي چې تر دې وروسته ۳۰ زره نوي کسان له برېښنا برخمن شي او تر څنگ به یې یو شمېر صنعتکارانو ته هم برېښنا ورکړل شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون