افغانستان سلايډ (فيچر)

د بلخ شولگره کې ماین چاودنې ۸ ملکیان وژلي

د بلخ په شولگره ولسوالۍ کې ماین چاودنې ۸ ملکیان وژلي او ۶ نور یې‌ټپيان کړي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

د بلخ د پولیسو ویاند شیرجان درانی وایي،‌ د چهارشنبې په سهار د شولگرې ولسوالۍ په قوچ قزل سیمه کې د ملکي وگړو د سپرلۍ پر یوه سراچه موټر سړک غاړې ماین چاودلی چې دوه ښځې او ۴ ماشومان او دوه نارینه په کې وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.

درانی وایي، دا ماین د دولت د وسله‌والو مخالفینو له لوري افغان ځواکونو ته ایښودل شوی و چې د ملکیانو پر موټر الوتلی دی.

د شولگرې امنیه قوماندان سیدنادر نادری وايي،‌ په وژل شویو کسانو کې ۶ یې د یوې کورنۍ غړي دي،‌ چې له خپل کوره د بازار پر لور روان وو.

د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو د هغو بریدونو او چاودنو مسوولیت ډېر کله څوک نه اخلي،‌ چې ملکیان په کې وژل شوي وي.

که څه هم په بلخ کې دغه ډول پېښې د نورو لویدیځو او جنوبي‌ ولایتونو په پرتله لږې رامنځته کیږي؛ خو په دغه ولایت کې دا لومړۍ پېښه هم نه ده او تر دې وړاندې هم څو ځله ملکیان د سړک غاړې ماینونو قرباني شوي‌ دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون